اتوار یا یکشنبه په اسرائیل کې د مرگ ژوبلې یوه بله ورځ او د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د روان تشدد دویمه هفته وه. دا په داسې حال کې چې د یو فریق لخوا هم سولې دپاره څه حرکت نه دی ښودل شوی.
په غزه د اسرائیل په هوائي بمبارۍ کې یو حامله فلسطینۍ زنانه او د هغې ماشومه وژل شوه. د امدادي کارکونکو په وینا زنانه او د هغې لور د هغه ودانۍ په راغورځیدو ووژلی شو چې دوي پکې د بمبارۍ نه پناه اخیستې وه. بمبارۍ کې گڼ شمیر نور کسان ژوبل شول.
هم په دغه ورځ یو اسرائیلي عرب په شمالي اسرائیل کې څلور اسرائیلیان په موټر وهل، بیا د موټر نه راکوز شو او په دغه کسانو يي د چاړ گزارونه وکړل.
اسرائیل کې د اسرائیلیانو او فلسطیایانو ترمنځ د تشدد تازه لړۍ په قدیم یروشلم کې د بیت المقدس په سر راپورته شوي ده. دغه ځائې یهودیان هم خپل مقدس مذهبي مقام گڼي.
فلسطینیان وايي اسرائیلیان بیت المقدس ته د دوي په ورتگ قدغنونه لگول غواړي. خو اسرائیل دا خبره ردوي او په فلسطینیي وسله والو ډلو الزام لگوي چې خپل خلک اړې گړي ته راپاروي.
اسرائیلي وزیر اعظم بینجمن نیټن یاهو ویلي تشدد د مخنیوي دپاره به ټول ممکنه اقدامات پورته کوي. هغه د سخت دریزه اسرائیلیانو لخوا دا غوښتنه رد کړې چې تشدد مخنیوي دپاره دي نور هم کلک گامونه واخلي.
فلسطیني صدر محمود عباس په خپل اولس غږ کړی چې تشدد نه دې لاس واخلي او د اسرئیلي حکومت په لاسو کې دې نه لوبیږي خو داسې ښکاري چې حالات د هغه په قابو کې نه دي.