لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د اسرائیل خلاف احتجاج کې یو تن ووژل شو


د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د جمعې په ورځ په غزه کې د اسرئیل په پوله وژل شوی تن ٢٥ کلن فلسطینی و. د هغه د وژل کېدو سره د اسرائیل په پوله غزه کې د فلسطینیانو د هفته وار احتجاجونو کې په مهال د وژل شوو کسانو شمیره ١٥٦ ورسیده
د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د جمعې په ورځ په غزه کې د اسرئیل په پوله وژل شوی تن ٢٥ کلن فلسطینی و. د هغه د وژل کېدو سره د اسرائیل په پوله غزه کې د فلسطینیانو د هفته وار احتجاجونو کې په مهال د وژل شوو کسانو شمیره ١٥٦ ورسیده

په غزه کې د اسرائیل د ١١ کلونو د محاصرې خلاف د جمعې په ورځ د زرگونو فلسطینیانو د احتجاج په مهال یو تن ووژل شو او گڼ شمېر نور زخمیان شول.

د اسرائیل د پوځ ترمخه په مظاهره کې د ٨٠٠٠ پورې کسان شامل وو.

په کال ٢٠٠٧ کې په غزه د حماس د واکمنۍ ورسته اسرائیل د غزه ځمکنۍ او سمندري لارې تړلي دي.

په غزه کې د اسرائیل په پوله د جمعې د روځ دغه احتجاج په داسې حال کې وشو چې د حماس ډلې د سیاسي چارو مشران اسرائیل سره د ډربندۍ په موضوع د خبرو دپاره راغونډ ‍شوي وو.

د حماس یو شمېر جلاوطن رهبران د زیارت، پنجنشبې، په ورځ اسرائیل سره د امن په موضوع د غور دپاره غزه ته رسیدلي وو.

د حماس په دغه مشرانو کې حسام بدارن هم و چې د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته یې وویل د حماس مشران امید لري چې په غزه به د اسرائیل محاصر د همیشه دپاره ختمه کړي.

حماس ویلي دا وړمبي ځل دی چې د سیاسي څانگی مشران يې په غزه کې جمع شوې دي. د حماس مشران به د اسرائیل سره د سولې او د ملگرو ملتونو په ملاتړ د غزه د بارغونې دپاره د مصر په تجویزونو غور کوي.

د حماس د سیاسي څانگې د مشرانو غونډه به د خالي، شنبې، د ورځ پورې جاري وي.

اسرائیل، امریکا او یورپي یونین حماس ترهگر تنظیم گڼي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د جمعې په ورځ په غزه کې د اسرئیل په پوله وژل شوی تن ٢٥ کلن فلسطینی و. د هغه د وژل کېدو سره د اسرائیل په پوله غزه کې د فلسطینیانو د هفته وار احتجاجونو کې په مهال د وژل شوو کسانو شمیره ١٥٦ ورسیده. فلسطینیانو دغه احتجاجونه د مارچ د میاست راهسې پېل کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG