لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او د حماس جګړه دویمې هفتې ته داخله شوه


د حماس په ضد د ګل، دوشنبې، د ورځې بریدونه د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د هغه بیان نه وروسته تر سره شوي چې هغه پکې ویلي وو چې په غزه د هوايي بریدونو د ودرولو څه منصوبه نه لري او زیاته کړې یې وه چې بریدونه یې په پوره طاقت سره روان دي
د حماس په ضد د ګل، دوشنبې، د ورځې بریدونه د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د هغه بیان نه وروسته تر سره شوي چې هغه پکې ویلي وو چې په غزه د هوايي بریدونو د ودرولو څه منصوبه نه لري او زیاته کړې یې وه چې بریدونه یې په پوره طاقت سره روان دي

په غزه ښار د اسرایل د هوايي بریدونو لړۍ په دویمې اوونۍ کې داخله شوه او د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل پوځ وویل چې یو ځل بیا یې د حماس ډلې د کمانډرانو په کورونو او د حماس د ځمکې دننه سرنګانو بریدونه کړي دي.

د وي او ای د انګرېزۍ وېب پاڼې تر مخه په فوري توګه دا نه ده معلومه شوې چې په تازه بریدونو کې څومره نور خلک زخمیان شوي یا وژل شوي دي.

د می د لسمې نېټې نه د اسرایل او حماس ډلې ترمنځه تر اوسه پورې په دواړه خیزه بریدونو کې ټول 197 کسان وژلی شوي دي چې پکې 58 فلسطیني ماشومان او 34 ښځې هم شاملې دي. په دغه بریدونو کې د یو شپږکلن ماشوم په شمول 10 اسرایلیان هم وژلی شوي دي.

د حماس په ضد د ګل، دوشنبې، د ورځې بریدونه د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د هغه بیان نه وروسته تر سره شوي چې هغه پکې ویلي وو چې په غزه د هوايي بریدونو د ودرولو څه منصوبه نه لري او زیاته کړې یې وه چې بریدونه یې په پوره طاقت سره روان دي.

د اسرایل وزیر اعظم دغه بیان په یو داسې وخت ورکړی و چې د هېواد هوايي پوځ یې هم د اتوار ورځ په غزه بریدونو کې 42 نور فلسطینیان ووژل. دا تر اوسه د اسرایل او فلسطین ترمنځه شویو نښتو کې په یوه ورځ تر ټولو زیاته مرګ ژوبله وه.

له دې وړاندې حماس ډلې هم د غزه د دغه سیمو څخه د اسرایل په سویلي ښار اېشکېلون کې د یهودیانو په مقدسه ورځ د شېووټ په عبادت کونکو راکټونه ورویشتي وو.

بل پلو ته امریکا او ملګرو ملتونو د روانې جګړې د ودرولو د غوښتنو ترڅنګ د بیلا بیلو هېوادونو سره رابطې هم پېل کړي دي.

د اسرایل او حماس ترمنځه د جګړې ودرولو د پاره د امریکا خارجه وزیر اېنتتي بلېنکن د مصر، قطر، سعودي عرب او فرانس د خارجه وزیرانو سره هم په ټیليفون خبرې اترې شوي دي.

د خارجه وزارت په بیان کې ویلي شوي چې په خبرو اترو کې په اسرایل او غزه کې د روانې جګړې ودرولو او روان تاو تریخوالي راکمولو په سر خبرې اترې شوي دي.

اېنتني بلېنکن په ټوېټر لیکلي دي چې چې په دواړه خیزه بریدونو کې په انساني وژنو خفه دی او د روانې شخړې د پاره یې د جګړې فوري ودرولو د پاره د قطر خارجه وزیر سامح شکری سره رابطه شوې ده.

د امریکا صدر جو بایډن ویلي د هغه انتظامیه له فلسطینیانو سره او هم له اسرایلیانو سره، د یو پایدار سکون دپاره کار کوي.

یو ویډیویي پیغام کې هغه وویل: «مونږ په دې هم باور لرو چې فلسطینیان او اسراییلیان په برابره توګه د دې مستحق دي چې په حفاظت او امن کې ژوند وکړي او د آزادۍ، خوشحالۍ او جمهوریت په برابر ډول خوند واخلي.»

د بایډن دا ویډیویي پیغام د یکشنبې/اتوار ورځې په مازدیګر د اختر لمانځلو په یوې وېرچوال یا آنلاین دستورې کې خپور شو چې دا دستوره د وایټ هاوس له خوا تنظیم شوې وه.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انتونیو ګوټېرېس د اتوار په ورځ په اسرایل او فلسطین د جګړې ودرولو غږ کړی دی او په دواړ خواو یې زور راوړی جنګ دې ضرور او فوري ودروي.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل په دې اړه د سلامتي کونسل د انلاین بېړنی غونډې په وخت ویلي وو چې یو خوا نه راکټونه او مارټرې ویشتلی کېږي او بلې خوا نه د هوايي بریدونو او توپخانې استعمال روان دی خو باید دواړه خواوې بریدونه ودروي.

هغه ویلی وو چې ملګري ملتونه په فعاله توګه هڅې کوي چې دواړه خواوې فوري ډزبندۍ ته اماده کړي او بې شعوره وینه تویول، ترهګري او بربادي ختمه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG