لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یروشلم کې د دمشق دروازې سره د فلسطینیانو او یهودیانو د نښتو وروسته پاټکونه لرې کړل شوو


د یروشلم زاړه ښار ته د ننوتو له اجازې ورسته د ختیځ یرشلم پلازه له زرګونو کسانو څخه ډکه شوه، ځینو پکې فلسطیني بیرغونه پورته کړي وو. دغه ښار د روژې په میاشت کې د شپې له مهاله د راغونډېدو لپاره مشهور ځای دی
د یروشلم زاړه ښار ته د ننوتو له اجازې ورسته د ختیځ یرشلم پلازه له زرګونو کسانو څخه ډکه شوه، ځینو پکې فلسطیني بیرغونه پورته کړي وو. دغه ښار د روژې په میاشت کې د شپې له مهاله د راغونډېدو لپاره مشهور ځای دی

فلسطینیانو د یروشلم له دمشق دروازې سره د خوشالی لمانځغونډه په داسې حال کې وکړه چې د اسرایل پولیسو د اتوار یا یکشنبې په شپه هلته لګول شوې پاټکونه لیرې کړل او تر هغه چوک پورې یې د تګ اجازه ورکړه چېري چې د روژې په پیل کې نښتې شوي وې.

د یروشلم زاړه ښار ته د ننوتو له اجازې ورسته د ختیځ یرشلم پلازه له زرګونو کسانو څخه ډکه شوه، ځینو پکې فلسطیني بیرغونه پورته کړي وو. دغه ښار د روژې په میاشت کې د شپې له مهاله د راغونډېدو لپاره مشهور ځای دی.

خو کله چې اسرایلي پولیس د بیرغونو د ضبطولو لپاره ګني ګوڼي ته ننوتل نو جګړه شورو شوه.

د اسرایل په پارلمان کې د عرب لږکیو یو استازی احمد طیبي د اوسپنیز پاټکونو پر ځای کولو باندې نیوکې کړي خو وایي د دې لیري کول ښه فیصله ده، نوموړي د رویټرز خبرې ادارې ته ویلي پولیس باید په فلسطینیانو بریدونه و نکړي.

دغه نښتې د اپریل په دیارلسمه د روژې د شورو کېدو ورسته پیل شوې او په ښار کې یې تاوتریخوالی رامنځته کړ او د ملاتړ احتجاجونه تر لوېدیځې غاړې و غځېدل، فلسطیني وسلوالو ډلو له غزې څخه په اسرایل باندې راکټونه هم وویشتل.

د پنجشنبې یا زیارت په ورځ تشدد ډېر زیات وو کله چې فلسطیني روغتیایي مامورینو وویل 100 کسان ژوبل شوي دي.

اسرایلې پولیسو تر 50 زیات احتجاج کونکې ونیول، په سلګونو سخت درېځه اسرایلیانو د دمشق دروازې لورې ته لاریون وکړ او د عرب مرده باد نارې یې وهلې.

په کړکېچ کې د کمۍ اقدامات له نړیوالې ورورولۍ څخه د ارام اوسېدو له خواستونو ورسته وکړل شو چې پکې د نښتو له کنټرول څخه د وتو اندېښنه څرګنده شوې وه.

بلې لور د یکشنبې یا اتوار په ورځ ناوخته اسرایلي پوځ ویلي فلسطیني وسلوالو د اسرایل و خوا ته یو بل راکټ ویشتلی دی خو هدف ته تر رسېدو لمخه په غزه کې ونښتی.

اسرایل ویلي د دوامداره راکټي بریدونو له امله یې د غزې په تړانګه کې له نن څخه تر نامالومه مودې پورې د مایي نیولو سیمې د تړلو پریکړه کړېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG