لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرائیل سره په پوله احتجاجونو کې څلور فلسطینیان وژل شوي


د اسرائیلي چارواکو په وینا د زرگونو په شمېره کې فلسطینان د غزه سره د اسرائیل په پوله جمع شوي وو او اسرئیلي ځواکونه یې په اور بمونو او کاڼو ویشتل
د اسرائیلي چارواکو په وینا د زرگونو په شمېره کې فلسطینان د غزه سره د اسرائیل په پوله جمع شوي وو او اسرئیلي ځواکونه یې په اور بمونو او کاڼو ویشتل

د اسرائیل سره په پوله د فلسطینیانو په احتجاجونو کې دجمعې په ورځ لږ تر لږه څلور فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو په ډزو وژل شوي او گڼ شمېر نور زخمیان شوې دي. دا خبره فلسطیني مامورینو کړې ده.

بلخوا اسرائیل وویل چې د فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په هدفونو یې هوايي بمباري کړې ده.

د اسرائیلي چارواکو په وینا د زرگونو په شمېره کې فلسطینان د غزه سره د اسرائیل په پوله جمع شوي وو او اسرئیلي ځواکونه یې په اور بمونو او کاڼو ویشتل.

د سږ کال د مارچ د میاشت راهسې فلسطینیان هره جمع د اسرئیل په پوله احتجاجونه کوي او غوښتنه کوي چې اسرائیل دې د غزه محاصره ختمه کړي.

په غزه د حماس د واکمنۍ راهسې اسرائیل د غزه ځمکنۍ او سمندرې لارې بندې کړې دي. اسرائیل وايي د محاصرې هدف حماس د تنهايي سره مخامخ کولو دي.

په فلسطیني علاقو کې د انساني حقونو دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي خبرنگار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ ته وویل چې د محاصرې په وجه غزه د استوگنې وړ ځای نه دی پاې شوی. خبرنگار، مایکل لېنک، وویل په غزه کې د بې روزگارۍ شرح ٧٠ فیصد ده، د صحت د خېرښېگړې نظام تباه شوی دی او په سیمه کې د استعمال زیاتره اوبه صفا نه دي.

ددې نه علاوه، لینک وویل، د اسرائیل خلاف د هرې جمعې په ورځ کیدونکو احتجاجونو کې ٢٠٠ فلسطینیان وژل شوې دي چې پکې ۴٠ ماشومان دي.

لېنک په نړي واله ټولنه غږ وکړو چې غزه د نیولو اسرائیل د کوښښونو مخه یې ونیسي. هغه زیاته کړه چې د په تېرو پنځو لسېزو کې اسرئیل د په مغربي ساحل په ورو ورو خپل پښې مضبوطې کړې دي او د ابادکارۍ دلارې خپله پوله پراخوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG