د اسرائیل پوځي جنگي جهازونو د فلسطین په غزه تړانگا کې د اسلامک جهاد نومې وسلوالې ډلې په هدفونو بمباري کړې ده.
د اسرائیل پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه کې د بمبارۍ نه څو گنټې وړاندې فلسطیني وسلوالو په جنوبي اسرائیل ٢٥ راکټې وورولې.
د اسرائیل پوځ په یو بیان کې وویل ځینې فلسطیني راکټې د آئرن ډوم نومې دفاعې نظام ناکاره کړې او ځینې راکټې په خالي ځایونو کې وغورځیدې.
د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په تازه تشدد کې د مرگ ژوبلې رپورټ مخې ته نه دی راغلی.
د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د غزه په پوله د تېرو دوو میاشتو راهېسې تاوتریخوالې کې اضافه شوې ده. د غزه په پوله فلسطینیانو احتجاجونه شروع کړې دي او غوښتنه کوي چې په موجوده اسرائیل کې خپلو ځمکو ته د بېرته تگ حق ورکړی شي. فلسطینیان وايي په کال ١٩۴٨ م کې د اسرائیل د قیام په وخت ددغه ځمکو نه یا خو په زور ویستل شوي دي او یا په وتلو مجبور شوي وو.
فلسطینیان په غزه د اسرائیل د محاصرې او یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقل کېدو خلاف هم احتجاجونه کوي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د فلسطیني فعالینو یوه ډله د اسرائیل د محاصرې پرضد په کشتو کې په سمندر راون شول. اسرائیل په سمندر کې د خلکو په تگ راتگ د پابندۍ اختیار لري او دا لا نه ده معلومه چې اسرائیل به دغه فعالینو ته تر د کوم حد پورې د تگ اجازت ورکړي.
د مارچ د میاشت راهېسې د اسرائیلي ځواکونو او فلسطینیانو په نښتو کې ١١٥ فلسطینیان وژل شوي دي، چې له امله یې د فلسطینیانو خلاف د اسرائیل د طاقت په استعمال تنقید راپاریدلی دی.
اسرائیل په غزه کې د تازه تشدد الزام په حماس وسلوالې ډلې اچوي او وايي د خپلې پولې د تحفظ دپاره یې اقدامات کړې دي.