لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فلسطیني صدر محمود عباس اسرایل ته د امریکې سفیر په سپکو ټکو یاد کړ


اسرایل ته د امریکې سفیر ډیوډ فریډمین

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر سیاستونو د سختو نیوکو پرمهال، اسرایلو ته د امریکا سفیر په سپکو ټکو یاد کړی دی.

فلسطیني رهبر اسرایلو ته د امریکا سفیر ډیوېډ فریډمن په دې تورن کړ چې د غزې په تراډه کې يې د اسرایلو له استوګنځایونو څخه پدې دفاع وکړه چې ویلي و، اسرایلیان په خپله خاوره کورونه جوړوي.

عباس د دوشنبې په ورځ په رم الله کې فلسطیني رهبرانو ته په خبرو کې وویل، کله چې د امریکا سفیر داسې خبرې وکړي نو مونږ به ترې نور څه تمه ولرو.

فریډمېن چې د ټرمپ شخصي وکیل و، تېر کال د سفیر په توګه ټاکل شوی او د اسرایلیانو تر ولکې لاندې د غزې په تراډه کې یې د اسرایلو د استوګنځایونو څخه د اوږدې مودې راهیسې ملاتړ کړی.

په یادې سیمه کې د نړیوال قانون له مخې د استوګنځایونو جوړول غیر قانوني دي.

XS
SM
MD
LG