لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لبنان کې د اسرایل په تازه بمبارۍ کې 52 تنه وژل شوي، غزه کې 25 مړي موندل شوي

د لبنان د روغتیا وزارت وایي اسرایل د جمعې په ورځ د لبنان په شمال ختیځ کې پر کرنیزو کلیو باندې په لسګونو شدید هوايي بریدونه کړي چې پکې لږ تر لږه 52 تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته د غزې په مرکزي برخه کې فلسطینیانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اسرایلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د وژل شویو 25 تنو مړي له خاورو خځلو را ییستلي دي.

د اسرایل پوځ تر هوایي بریدونو وړاندې په سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکوي خو په لبنان کې چارواکو ویلي چې د جمعې د ورځې د هوایي بریدونو په هکله له وړاندې خلکو ته د وتلو هیڅ هم نه وو ویل شوي.

د لبنان د روغتیا وزارت په بیان کې ویل شوي چې د 52 کسانو له وژل کیدو سره سره 72 نور ټپیان شوي هم دي خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان عام خلک او که د حزب الله ډلې وسلوال دي. د اسرایل پوځ هم تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

اسرایل په وروستیو اوونیو کې د لبنان په لویو ښارونو باندې خپل بریدونه پراخ کړي، چې پکې د بعلبیک ښار هم شامل دی چې 80,000 ابادي یې ده. اسرایل په پیل کې د لبنان په جنوب کې کوچني سرحدي کلي په نخښه کړل چې پکې حزب الله عملیات کوي.

په سیمه کې د لبنان د پارلمان یوه وکیل حسین حج حسن وویل، د لبنان په شمال ختیځ ښار بعلبیک او شاوخوا کې د اسرایل هوایي بریدونه زیات شوي چې له کبله په دې اونۍ کې د شاوخوا 60,000 خلک تېښتې ته اړ شوي او نیزدې کلي یې خالي کړي دي.

د جمعې د ورځې په لومړي برید کې د یونین ښارګوټي کې یوه ودانۍ د اسرایل په برید کې را نسکوره شوې چې پکې له اوسېدونکو 20 تنو څخه نهه تنه وژل شوي او له هغه وروسته ژغورونکو د ژوندي پاته شویو کسانو لټه پیل کړې ده.

د روغتیا وزارت وویل د اسرایل په نورو بریدونو کې د لبنان په شمال ختیځ کې د امحاز په ښارګوټي کې 12 تنه وژل شوي او 31 نور په لسګونو نورو کلیو کې وژل شوي، چې د وژل شویو شمېر یې 52 ته رسېدلی دی.

په لبنان کې د اسرایل هوایي بریدونو په داسې وخت زور اخیستی چې د امریکې اعلی حکومتي چارواکي په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې پیلېدو د مخنیوي لپاره د سفارتکارۍ په هڅو اخته دي.

د امریکې د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز د پنجشنبې- زیارت په ورځ د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي سره ولیدل چې له څو میاشتو راهیسې له قطر او امریکې سره په ګډه په غزه کې د حماس او اسرایل تر منځ جګړې په ختمولو کې منځګړتوب کوي.

د السیسي دفتر په یو بیان کې ویلي، دواړو مشرانو په غزه کې د کړکېچ کمولو پر لارو چارو، د ډزبندۍ د خبرو پر مخته وړلو او غزې ته د بشري مرستو د لاسرسي په هکله خبرې کړې دي.

له تېر کال راهیسې چې د اسرایل او حزب الله تر منځ شخړه پیل شوې، په لبنان کې تر 2,897 ډېر کسان وژل شوي او 13,150 ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت وایي د جمعې په ورځ وژل شوي او ټپیان په دې کې شامل نه دی.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې پر لبنان د اسرایل مځکني یرغل او بمبارۍ 1.4 میلین خلک بې ځایه کړي دي. وایي لبنان ته نیزدې د اسرایل د شمالي سیمو تقریباً 60,000 اوسېدونکي هم له یو کال څخه زیات وخت راهیسې بې ځایه شوي دي.

بل لور ته حزب الله هم د اسرایل پر شمال برخو باندې د راکټونو ډزو ته دوام ورکړی، د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې له لبنانه ور ویشتل شوي میزایل په کرنیزو سیمو باندې لګېدلي او د تایلینډ د کرنې د څلورو کارګرانو په ګډون اوه تنه پکې وژل شوي دي.

اسرایل د جمعې په ورځ پر غزې باندې هم بمبارۍ ته دوام ورکړی او په مرکزي برخه کې یې د نصیرات کډوالو پر کېمپ هوایي برید کړی چې د فلسطیني روغتیا وزارت په وینا، د یوې 18 میاشتنۍ ماشومې او د هغه د 10 کلنې خور په ګډون لږ تر لږه 21 فلسطینیان پکې وژل دي.

یادونه:- د رپوټ مواد له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG