اسرایل په وېسټ بېنک کې یهودیانو دپاره د نویو کورونو جوړولو په اسرایلي منصوبه د امریکې تشویش رد کړی دی. فلسطينیان دغه علاقې د خپل اینده ریاست برخه ګڼي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسرایل د خزانې وزیر بېزالېل سماټراک وویل هغه او اتحادیان يې غواړي چې په یهودا او السمارا کې د یهودیانو په ابادولو ټول قدغنونه لرې کول غواړي.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي سماټراک مذهبي قام پرست دی چې خپله هم په وېسټ بېنک کې اباد شوی دی او د سيمې دپاره یې کتابي نوم یهودا او السمارا استعمال کړو.
اسرایل ویلي په وېسټ بېنک کې په غیر قانوني ډول جوړ د یهودیانو ابادۍ ته به قانوني شکل ورکوي.
د اسرایلي وزیر د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په وېسټ بېنک کې د یهودیانو د نوي اباد کارۍ په اراده تشویش څرګند کړو.
د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې بلېنکن وویل د اسرایل په فېصله پرېشانه کړی دی.
ای پي وايي بلېنکن دا واضحه نه کړه چې امریکا به په دې لړ کې څه ګام پورته کوي؟
سماټراک وویل د اسرایل حکومت امریکې ته خپل دریځ واضحه کړی دی او د ملګرو ترمنځ هم اختلافات ځای لري.
ای پي وايي د اسرایل په نوي حکومت کې انتهاپسند قوم پرستان ډیر دي چې فلسطینیانو دپاره د جدا ریاست مخالفت کوي او په مقبوضه علاقو کې یهودیانو دپاره کورونه جوړول يې لومړۍ ترجیح ټاکلې ده.
اردن، مصر، سعودي عرب، یورپين یونین او د اسرایل نورو يورپي اتحادیانو هم د اسرایل د منصوبې غندنه کړې ده.
سماټراک سره لوظ شوی چې په وېسټ بېنک کې د اباد کارۍ د سرپرستۍ ذمه واري ورته سپارل کېږي.
هغه وویل کله چې دغه اختیارات ترلاسه کړي نو په وېسټ بېنک کې اباد قربیاً پېنځو لکو یهودیانو دپاره به ژوند د معمول سره سم کړي او د سیمې د انتظام چارې په د حکومت وزارتونو ته ورکړي او په عملي توګه به دغه علاقې په اسرایل کې ضم کړي.
په ۱۹۷۶ کې د عربانو سره جنګ کې اسرایل د مشرقي یروشلم، غزه او د وېسټ بېنک ونیول. فلسطینیان دغه علاقې د خيل اینده ریاست برخه بولي.
ای پي وايي زیاتره نړیواله ټولنه یهودي اباد کاري غیرقانوني ګڼي. په وېسټ بېنک او مشرقي یروشلم کې اووه لکه یهودیان اباد دي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو کابېنې د یهودیانو نهوو ابادیانو ته قانوني حېثیت د ورکولو فېصله وکړه او ويې وېل حکومت به د نورو کورونو جوړېدو اجازت ورکوي.
سماټراک وویل ۱۰۰۰۰ نوي کورونه به جوړول کېږي.
اسرایل د نویو ابادیو اعلان په داسې حال کې کړی چې د اسرایل او فلسطینانو ترمنځ په ورستیو ورځ کې تاوتریخوالی او د تشدد په پېښو کې اضافه شوې ده.
په وېسټ بېنک کې وسله والو سره د نهې، سه شنبې، په ورځ د ډزو په تبادله کې اسرایلي ځواکونو ۱۷ کلن فلسطینی ووژلو. دا خبره د صحت چارواکو او عینې شاهدینو کړ او اسرایلي پوځ ویلي هغه تن يې وېشتلی چې په لاس کې يې چاودېدونکي مواد وو.
فلسطيني صحت وزارت وویل ۱۷ کلن تن د نابلس مهاجر کېمپ سره نژدې وژل شوی دی. د عېني شاهدینو په قول دغه تن د جګړې په مهال وژل شوي خو رېټرز په خپل رپورټ کې وویل دا نه ده معلومه چې ایا وژل شوی تن هم په جګړه کې ښکېل و او که نا؟
اسرایلي پوځ وویل عسکر د کډواول فارا کېمپ ته د وسله والو په لټون کې ور ننوتي وو چې د چاودېدونکو موادو سره یو مشکوک تن مخ ته ورغلو او عسکرو په جواب کې ډزې وکړې.
اسرایلي پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل هغه عسکر چې یو فلسطینی یې د امریکې د نیویارکر مجلې خبریال سره د مرکې په مهال نیولي او وهلی و، هغه ته د لس ورځې قېد سزا ورکړی شوې ده.
د نیویارکر خبریال لارنس رایټ په ټوېټر د واقعې وډیو جاري کړې چې ښښي اسرایلي عسکر عیسا عمرو نومې فلسطينې ونیسي، ځمکې ته يې وغورځوي او لګته ورکړي.
اسرایلي پوځ وویل د اسرایلي عسکر او د عمرو جګړه پس له دې شروع شوه چې عسکر عمرو ته وویل چې وروسته شي خو د دې په جواب کې فلسطيني فلم جوړلو شروع کړل او کنځلې یې وکړې.
د نیویارکر خبریال لارنس رایټ د اسرایلي پوځ بیان ردوي. هغه وویل جګړه عمرو نه بلکې اسرایلي عسکر شروع کړې وه.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او ای پي نه اخیستل شوي دي