د اسرایل پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي چې په غزه کې په یوه ورځ کې د دوی ۲۴ پوځیان وژل شوي چې د اکتوبر په میاشت کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسرایلي پوځو د وژل کېدو په اړه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د اسرایل لخوا د خپلو پوځيانو د وژل کېدو دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د دوی ځواکونو د غزې د جنوبي ښار خان یونس نه د وتلو په هڅه کې د بوختو فلسطینیانو نه ګېره تاؤ کړې اؤ یوه ستره ځکمنۍ حمله یې پېل کړې ده.
د فلسطین روغتیایی چارواکو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۹۵ فلسطینیان وژل شوی دی، چې دې سره د وژل شوؤ فلسطنیانو شمېره له ۲۵ زرو اوښتې ده .
د اسرایلي پوځ ویاند ویلي اسرایلي پوځیان د دوشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شول کله چې هغو دوو ودانیو کې چاودنې وشوې چې پوځیانو پکې ماینونه ښخ کړي وؤ.
دا چاودنې وروسته له هغې وشوې چې د حماس وسله والو ودانیو ته څېرمه پر یوه ټانک ډزې وکړې.
بل لوري ته د غزې د روغتیا د وزارت ویاند اشرف القدره "رویټرز" ته ویلي چې اسرایلي ځواکونو د غزې سره نزدې د خان یونس په سیمه د هوا، ځمکې او سمندر له لاري بمباري کړې اؤ یو روغتون یې په نخښه کړی دی.
ویاند وایي ددغه روغتون طبي مامورین هم د اسرایلي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د غزې اوسيدونکي وايي، چې اسراييلي ځواکونو يو شمېر روغتونونه کلابند کړي اؤ په هغې یې حمله کړې ده چې له امله یې د ژغورنې مامورین ځانونه مړو اؤ زخمیانو ته نه شي رسولی.
د اسرایل له لوري د هستپال د وضعیت په اړه هیڅ نه دي ویل شوي .
اسرایل وایي چې دوي غزې کې د حماس په پاتې مضبوطو مرکزونو هم حملې کوي اؤ هڅه کوي چې د پولې ترڅنګ سیمې پاکې کړي.
د اسریالي حکومت ویاند ایلان لیوي د نهې په ورځ رسنیو ته وویل چې اسرایل به حماس سره په داسې کوم اوربند نه رضا کیږي چې پر اساس یې غزې کې د دوي یرغمالیان بندیوان پاتې شي اؤ یا هم افراطي ډله حماس په غزه کې پرله پسې په اقتدار کې پاتې شي.
هغه زياته کړه، چې د يرغمل شويو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي، خو د جزياتو له ورکولو يې ډډه وکړه او ويې ويل، چې وضعيت لا څرګند نه دى.
کله چې له هغه څخه په غزه کې د اوربند د موافقې د راپورونو په اړه وپوښتل شول نو لیوي وویل چې د جګړې اهداف نه دي بدل شوي.
تر دې مخکې د غزې په جنوب کې په یوه جلا برید کې درې پوځیان وژل شوي وو.
د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو د یو وژل شوي پوځي د وروستیو رسوماتو په مهال وویل، په غزه کې د اسرایل جګړه به تر هغه پای ته ونه رسیږي ترڅو چې اسرایل په بشپړ ډول بریا ترلاسه نه کړي.
نیتن یاهو په ایکس رسنۍ خپل یو پېغام کې لیکلي چې د جګړې د پېل نه راپدېخوا ۲۲مه جنوري د اسرایلي ځواکونو لپاره د تر ټولو مشکلو ورځو څخه وه.
حماس د ۲۰۰۷م کال راهسې د غزې واک په لاس کې لري اؤ هغوي د اسرایل تسلیمولو نه انکارک وي.
نیتن یاهو ژمنه کړې ده چې هیڅکله به د یو ازاد فلسطیني ریاست د جوړیدو اجازه نه ورکوي
اسرایل دا جګړه په ۱ووم اکتوبر پخپله خاوره د حماس لخوا د ترسره شوي هغه برید نه وروسته پېل کړې ده چې نزدې ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي اؤ ۲۴۰ پکې حماس د ځان سره یرغمال کړي وؤ.
دا مهال د غزې د ۲۳ لکه ابادۍ څخه ۸۵ فیصدي خلک له خپلو کورونو په پرېښودلو مجبوره شوي دي.
د غزې ددې شخړې له امله په لبنان، عراق،شام،یمن اؤ د بحیره احمر په ګډون منځني ختیځ کې هم ناامني خوریږي
(ددې رپورټ مواد د رایټرز څخه اخستل شوي)
Forum