اسرایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د غزه په شمالي او جنوبي برخو کې په تازه حملو کې یې وسله وال په هدف کړي او ګڼ شمېر یې وژلي دي او د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وویل په رفح کې یو کور د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې لګېدلی او 16 کسان په کې وژل شوي دي.
د صحت وزارت د چارواکو ترمخه د رفح په کور کې وژل شوي نیمايي کسان ماشومان وو. د رفح ښار مصر سره د غزه په پوله پروت دی.
اسرایلي پوځ وویل په خان یونس سیمه کې چې د غزه په جنوبي برخه کې ده، ځواکونو تر 40 پورې وسله وال ووژل. اسرایلي پوځ وویل ګڼ شمېر نور وسله وال په ځمکني او هوايي عملیاتو کې د غزه په شمال کې ووژل شوو.
اسرایل دا هم وویل چې په جنوبي لبنان کې یې د حزب الله وسله والې ډلې په ضد تازه هوايي حملې کړي دي. حزب الله د حماس حمایتي ډله ده او د اسرایل او حماس د جنګ شروع کېدو راهسې د اسرایل او لبنان په پوله هم د حملو تبادله شوې ده.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته قطر اعلان وکړو چې د حماس په ولکه کې یرغمالانو ته دوایانې غزه ته رسوول شوي دي خو دا نه ده واضحه چې ایا دوایانې یرغمل کسانو ته ورسېدلې او که نا؟
یرغمالانو ته د دوایانو رسوول د هغه تړون برخه وه چې د قطر او فرانس په منځګړیتوب شوی او مقصد یې سختو ناروغو یرغمالانو او په غزه کې ملکي کسانو ته انساني امداد رسوول وو.
د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې مشر فېلېپ لزاریني د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په غزه کې ګڼ شمېر د سرپنا مناسب ځایونه نه لري، د دوایانو کمی دی، مواصلاتي نظام بیا بیا معطل کېږي او په سیمه کې په محدوده کچه د دستیابو شیانو قیمتونه پورته شوي دي.
هغه وویل په غزه کې هر تن د ویرې، مرګ، د زیان او د صدمې قېصې شریکوي او په تېرو 100 ورځو کې د غزه خلکو هرڅه، عن تر دې چې د کورنۍ ټول غړي، بېللي او خلک د ځانونو او د خپلوانو د بچ کولو فکر کوي.
ملګري ملتونه وايي د غزه د ابادۍ 85 فیصد برخه خلک مجبور شوي چې د جنګ دلاسه کورونه پرېږدي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې 1200 کسان وژل شوي او حماس په کې تر 250 پورې کسان یرغمال نیولي وو، اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه د اسرایل په حملو کې په غزه کې 24400 فلسطینیان وژل شوي، تر 60000 پورې نور زخیمان شوي دي او په غزه کې په پراخه کچه سیمې تباه شوي دي.
اسرایل، امریکې، برطانیې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
Forum