لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر اسرایل د ایران برید: امنیت شورا بیړنۍ غونډه کوي، ایران وایي ګاونډیان یې له بریده وختي خبر کړي وو


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اسرایل د ایران له بریدونو وروسته بیړنۍ غونډه را غوښتې او اسرایل ترې غوښتي چې دا برید وغندي او د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک د "ترهګر" تنظیم په توګه ونوموي.

رسنیو ته د دې غونډې په اړه د شنبې- خالي په ورځ ناوخته خبر ورکړل شوی او ټاکل شوې ده چې نن د امریکا په وخت مازدیګر پر څلور بجې دا غونډه پیل شي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاد ایردان د شنبې- خالي په ورځ د امنیت شورا له مشر څخه په یوه خط کې د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه. ایردان پر ایکس په یوه پوسټ کې لیکلي:

"د ایران برید نړیوال امن او سولې ته یو سنجیده خطر دی او زه له امنیت شورا هیله کوم چې د ایران خلاف د کلکو ګامونو اخیستلو لپاره به له هرې لارې کار واخلي".

د اسرایل پوځ وایي د ایران برید یې په بشپړه توګه ناکامه کړی دی. د اسرایل د پوځ ویاند ډېنیل هګاري وایي ایران 170 ډرون، تر 30 زیات کروز میزایل او تر 120 زیات بېلسټیک میزایل ور ویشتلي وو.

پوپ فرانسس:

د عیسایانو د کېتولیکې کلیسا مشر پوپ فرانسس له ایران او اسرایل څخه غوښتي د تشدد له زیاتېدو دې ډډه وکړي چې له کبله یې په منځني ختیځ کې شخړه پسې زیاته شي.

نن په وېټیکن ښار کې زایرینو ته په وینا کې پوپ فرانسس ویلي چې پر اسرایل د ایران د بریدونو خبرونه ګوري او وایي دې اقدام اندېښمن کړی او دردولی دی:

"زه د هر هغه اقدام د درېدو لپاره له زړه غوښتنه کوم چې په منځني ختیځ کې د لا لویې جګړې د خطر له زیاتولو سره سره تشدد ته د ودې ورکولو سبب کیږي".

د ایران غبرګون:

ایران وایي دا بریدونه یې د اپرېل پر لومړۍ نېټه په دمشق کې پر خپله کونسلګرۍ د ممکنه اسرایلي برید په غبرګون کې کړي او وایي که اسرایل بیا داسې وکړي نو تر دې به هم سخت جواب ورکړي.

ایران وایي پر اسرایل باندې تر جوابي حملو 72 ګنټې مخکې یې خپل ګاونډي هېوادونه خبر کړي وو، خو دغو هېوادونو تر اوسه په دې اړه د دې خبرې رسمي تصدیق نه دی کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالهیان د یکشنبې- اتوار په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، ایران په سیمه کې 72 ساعته مخکې خپلو ملګرو او ګاونډیو هېوادونو ته خبر ورکړی وو چې د اسرایل خلاف د ایران غبرګون کره، جایز او نه بدلېدونکی دی.

په ایران کې نن پر اسرایل باندې د دې هېواد د بریدونو د هرکلي په توګه خلکو جشن کړی دی. په زرګونو خلک سړکونو ته را وتلي او وروسته یې د برتانیې د سفارت مخې ته د خوشالۍ نعرې وهلې دي.

د روس، اوکراین او چین غبرګون:

په اسرایل باندې د ایران له بریدونو وروسته روس او چین ژوره اندېښنه ښودلې او له دواړو اړخونو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي. اوکراین بیا په اسرایل باندې د ایران بریدونه غندلي دي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي، "د سیمې له هېوادونو غواړو چې موجوده ستونځې له سیاسي او سفارتي لارو حل کړي".

روس ویلي‌ په منځني ختیځ کې د بحرانونو‌ او په خاص ډول د فلسطین او اسرايل د شخړې د زیاتېدو په اړه یې له مخکې خبرداری ورکړی وو او ویلي یې وو چې دا به د ناارامۍ سبب شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یو بیان کې ویلي، چین د موجوده تشدد په اړه ژوره اندېښنه ښيي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې د جګړې د زیاتېدو ‌د مخنیوي په خاطر له ارامۍ او زغمه کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل، "چین له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول له اغېزناکو هېوادونو غواړي چې په سیمه کې د سولې او ارامۍ د پر ځای کولو لپاره رغنده ونډه ولري".

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي پر اسرایل د ایران ډرون او میزایل بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې په منځني ختیځ کې د شخړې د لا زیاتېدو مخه دې ونیول شي.

صدر زلنسکي د یکشنبې- اتوار په ورځ پر ایکس په یوه بیان کې ویلي چې د ایران له اقداماتو ټولې سیمې او نړۍ ته داسې خطر دی څنګه چې د روس له اقداماتو د یوې لویې شخړې خطر دی:

"د ترهګرۍ په خپرولو کې د دواړو حکومتونو [روس او ایران] تر منځ ښکاره همکاري باید د نړۍ له کلک او متحد غبرګون سره مخ شي".

د برتانیې وزیراعظم رشي سوناک نن په یو بیان کې ویلي برتانوي جنګي الوتکو اسرایل ته ور ویشتل شوي ایراني ډرون تباه کړي‌ دي، خو ورسره یې د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي په خاطر د زغم غوښتنه هم کړې ده.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG