لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران په اسرایل یو شمېر ډرون ورویشتي: امریکايي مطبوعات


اسرایل په خپل هیواد کې د ډرون او میزایلي بریدونو شندولو یا اسرایل ته د رسیدو وړاندې په نخښه کولویو مظبوط نظام لري او د حماس سره د جګړې په شورو کې یې ګڼ شمېر داسې بریدونه شنډ کړي هم دي.
اسرایل په خپل هیواد کې د ډرون او میزایلي بریدونو شندولو یا اسرایل ته د رسیدو وړاندې په نخښه کولویو مظبوط نظام لري او د حماس سره د جګړې په شورو کې یې ګڼ شمېر داسې بریدونه شنډ کړي هم دي.

امریکايي مطبوعات وايي ایران د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته په اسرایل یو شمېر ډرون ورویشتي دي. د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار د اسرایلي پوځ د ویاند له قوله وايي چې د دغه ډرونونو اسرایل ته رسیدو کې به څو ساعته لږي.

د بايډن انتظامييې د دې پخلی کړی چې د ايران لخوا بريد پيل شوی او وايي امريکا به د اسرايل د خلکو سره ودريږي او د ايران د خطرو په ضد به د هغوی دفاع کوي.
د وايټ هاوس د ملي امنيت کونسل وياند ايډرين واټسن بيان ورکړی او وايي “دا بريد ښکاري چې په څو ساعتونو کې رابرسېره شي. ولسمشر بايډن په دې روڼ انده دی چې د اسرايل د امنيت د پاره زمونږ ملاتړ په وسپنه کې اينغښتی دی.

د اسرایل د پوځ ویان بیا ویلي، دوي د وړاندې نه د داسې بریدونو لپاره تیارۍ نیولې وې او په ګرد هیواد کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

د دغه برید وړاندې یو شمېر اعلا ایراني چارواکو او پوځي مشرانو د اسرایل نه د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې په ایراني کونسلګرۍ د برید غچ اغستو ژمنه کړې وه.

په ایراني کونسلګرۍ شوي دغه برید کې د ایران درې مهم پوځي کمانډران وژل شوي وو. ایران یې تور په اسرایل لګولی وو خو اسرایل بیا د دغه برید په اړه هیڅ نه دي ویلي.

د دغه برید وروسته په اسرایل کې امنیتي حالت سخت کړل شوی دی.

یو امریکايي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټاېمز اخبار ته د ایران لخوا په اسرایل د ډرونونو ویشتلو پخلی کړی.

د صدر باېډن خبرداری:

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ ایران ته سخت خبرداری ورکړو چې په اسرایل دې حمله نه کوي، دا په داسې حال کې په شام کې د ایران په سفارتي انګڼ د اسرایل د خونړۍ حملې وروسته نړۍ تشویش لري چې ایران به بدل اخلي.

په نیویارک کې په داخلي تګلاره د تقریر وروسته خبریالانو سره خبرو کې بایډن ایران ته وویل "مه کوه."
بایډن وویل امریکا د اسرایل دفاع ته ژمن دی د اسرایل ملاتړ او دفاع به کوي او ایران به نه کامیابېږي.

د بایډن د خبرو نه مخکې د امریکې دفاعي او سفارتي چارواکو هم په تېرو څو ورځو کې د اسرایل د حمایت اظهار کړی دی او د امریکې پوځ دا خبره یقیني کولو دپاره ګامونه اخېستي چې د اسرایل او ایران زیاتېدونکي دښمني ټول منځنی ختیځ په پراخه کچه جنګ کې و نه نغاړي.

د امریکې یو پوځي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د جمعې په ورځ وي او ای ته وویل سیمې ته اضافي وسایل لېږل شوي دي چې د دفاع او د امریکايي ځواکونو د تحفظ کار وکړي. په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي ایران ته خبرداری ورکوي، د ایران حمایت یافته د لبنان حزب الله ډلې د جمعې په ورځ شمالي اسرایل په درځنونو راکټونو وویشتلو.

د اسرایل پوځ وویل تر ۴۰ پورې راکټې معلوم شوې وې چې د لبنان نه پرې اسرایل ويشتل شوی و. اسرایلي پوځ وویل ځینې راکټې د هوايي دفاعي نظام ناکاره کړې. ايي ډي اېف یا د اسرایل دفاعي ځواک وویل هم د جمعې په ورځ اسرایلي ځواکونو په چاودېدونکو مواد بار هغه دوه ډرون هم په لاره کې ونیول چې د حزب الله وسله والو د اسرایل خلاف چلولي وو.

د اختر په ورځ د آیت الله خامنايي خبرداری:

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله خامنایي نن یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې اسرایل ته باید په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې د برید او د دوو ایراني جنرلانو په ګډون د سپاه انقلاب د اوو افسرانو د وژلو "سزا" ورکړل شي.

خامنایي: اسرایل ته باید پر کونسلګرۍ د برید سزا ورکړل شي. اسرایل: که ایران برید وکړي جواب به ورکړو

خامنايي د شورو- چارشنبې په ورځ په تهران کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته په یوه ټیلیویژني وینا کې وویل، "دغه ناوړه رژیم په دې برخه کې تېروتنه کړې ده، باید سزا ورکړل شي او سزا به وویني."

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د خامنایي تر وینا وروسته پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] یو پوسټ په فارسي او عبراني ژبو جلا جلا کړی او داسې ښکاري چې د ایران د مذهبي مشر تازه څرګندونو ته غبرګون یې جواب ویلی. هغه لیکلي:

"که ایران له خپلې خاورې برید وکړي، اسرایل به جواب ورکړي او پر ایران به برید وکړي".

د ایران د ممکنه حملو د ګواښ له امله دوه لويديځو هوايي کمپنیو تهران ته پروازونه ځنډولي

د دې خبر نور جزیات راروان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG