لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وايي د شام او لبنان په سرحد يې د حزب الله په هدفونو حملې کړې دي


په لبنان کې د اسرایل او د حزب الله ډزبندي د نومبر د ۲۷ نېټې نه شروع شوې ده. د ډزبندۍ نه تر دوو میاشتو پورې مخکې وخت کې اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف عملیات کول
په لبنان کې د اسرایل او د حزب الله ډزبندي د نومبر د ۲۷ نېټې نه شروع شوې ده. د ډزبندۍ نه تر دوو میاشتو پورې مخکې وخت کې اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف عملیات کول

اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل د شام او د لبنان په سرحد د جانته کلي سره نږدې يې په هغه بنیادي اډاڼه هوايي حملې کړي دي چې حزب الله ډلې به د وسلو د سمګلېنګ دپاره استعمالوله.

اسرایلي پوځ په خپل بیان کې دا واضحه نه کړه چې حملې يې سرحد د شام او که د لبنان خوا ته کړي دي.

د اسرایلي پوځ د بیان نه یوه ورځ مخکې د لبنان پوځ په اسرایل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزام لګولی و او ويلي يې وو اسرایل د لبنان د خودمختارۍ خلاف ورزي کړې او د هېواد په جنوب کې يې کلي او بانډې تباه کړي دي.

په جانته کې په سرحد د تګ راتګ دپاره رسمي لاره نيشته خو د غېر قانوني سفر دپاره دا سیمه مشهوره بلل کېږي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په جنوبي لبنان کې مېشته د ملګرو ملتونو امن ساتونکي ځواکونو هم تشویش څرګند کړی چې د لبنان په جنوب کې د اسرایلي ځواکونو دلاسه تباهي دوام لري.

اسرایلي پوځ وویل د جمعې د ورځ د حملو مقصد د حزب الله لاسو ته د وسلې د ورتګ مخه نیول وو.
اسرایلي پوځ وویل د ډزبندۍ د معاهدې سره سم به د اسرایل پوځ د اسرایل ریاست ته هر ډول خطر د لرې کولو ګام پورته کوي.

په لبنان کې د اسرایل او د حزب الله ډزبندي د نومبر د ۲۷ نېټې نه شروع شوې ده. د ډزبندۍ نه تر دوو میاشتو پورې مخکې وخت کې اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف عملیات کول.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG