اسرایل ويلي د اپرېل د میاشت د وړمبۍ نېټې د هغه پېښې په اړه یې تحقیقات مکمل شوي چې اووه غېر ملکي امدادي کارکوونکي په کې وژل شوي او د تحقیقاتو په نتیجه کې به د پوځ دوه اعلا چارواکې د دندې څخه لرې کولی شي.
د اسرایل د پوځ په بیان کې د برطرف کېدونکو فسرانو نومونه نه دي ښودلې خو یو یې د بريګېډ کمانډر او بل یې د بریګېډ چیف اف سټاف د عهدې چارواکی بللی.
د بیان ترمخه، د اسرایليپوځ د جنوبي کمانډ د مشر په شمول دریو نورو لوړ رتبه چارواکو ته د تنقیدي یا د ملامیته خطونه ورکړی شوي دي.
د اسرایل دفاعي ځواکونو، ايي ډي اېف، وویل دې افسرانو د ورلډ سېنټرل کېچن نومې امدادي د دریو موټرو په شناخت کې غلطې کړه او دا ګمان یې کولو چې د حماس وسله وال په دغو موټرو کې پټ دی.
اسرایلي پوځ وویل د امدادي ادارې په قافله هوايي بریدونه د پوځ د احکاماتو او د پوځ د کار تګلارې په خلاف ورزۍ کې شوي دي. په حمله کې د ورلډ سېنټرل کېچن اووه غېر ملکي کارکوونکي وژل شوي دي.
اسرایل د جمعې په ورځ دا هم وویل داسې ګامونه اخلي چې غزه ته د بشري مرستو رسېدل اسانه کړی شي. دې اقداماتو کې شمالي غزه ته د مهمې سرحدي لارې پرانېستل هم پکې شامل دي.
په دغو موقتي ګامونو کې د ایریز لارې بیا خلاصول او د اشداد بندر کارول هم شامل دي.
د ایریز غزه ته د مسافرو د تګ راتګ لپاره یواځینې لاره ده.
د اردن د مرستو جوپې به هم له همدې لارې دننه کېږي.
د اسریلي وزیر اعظم دفتر په یو بیان کې وویل ، "دغه زیاته مرسته به د بشري ناورین مخه ونیسي او دا ضروري ده چې د جګړې دوام باوري شي تر څو د جګړې اهداف ترلاسه شي."
په بیان کې دا نه دي راغلي چې په کومه اندازه او کوم شیان به غزې ته پرېښودل کېږي.
د جمعې په ورځ د اسرایل اعلان د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د امریکا د ولسمشر جو بایډن ترمنځ د سختو ټیلیفوني خبرو وروسته شوی دی.
بایډن د اسرایلو وزیر اعظم ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې له حماس سره د اسرایلو په جګړه کې د امریکا ملاتړ به دې پورې تړلی وي چې اسرایل په غزه کې د ملکیانو او د مرستندویه کارکونکو د ژغورنې لپاره چې کوښښ کوي هلته خوراکي توکي راوړي کوم نوي اقدامات کوي.
د اسرایلو په هوايي بریدونو کې د اوو مرستندویه کاروکونکو له وژل کېدو وروسته وایټ هاوس وايي، چې بایډن د اسرایلو رهبر ته په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې "په مرستندویه کارکونکو او په ټوله کې په بشري حالت باندې د منلو وړ نه دی."
وایټ هاوس ویلي، بایډن د ملکیانو د ژغورنې او په دې نېږدې شپږمیاشتنیۍ روانه جګړه کې د "یو بیړني اوربند" په برخه کې د نویو اقداماتو غوښتنه کړې.
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په برسلز کې خبریالانو ته وویل، "که مونږ هغه بدلونونه و نه وینو چې مونږ یې غواړو نو بیا به زمونږ په پالیسې کې بدلون راځي."
خو کله چې د سپینۍ مانۍ په یو خبري کانفرانس کې د ملي امنیت له سلاکار جان کربي څخه وپوښتل شول چې ایا امریکا به په اسرایلو باندې پوځي مرستې بندې کړي نو هغه وویل،
"زه نه غواړم په هغو پرېکړو خبرې وکړم چې له شوي نه دي خو ځینې شیان شته چې باید وشي. هلته ډېر زیات ملکیان وژل شوي دي."
کله چې له کربي څخه د فلسطینیانو د ژغورلو په برخه کې د اسرایلو د ګامونو د وخت په اړه وپوښتل شول نو هغه وویل،
"مونږ تمه لرو چې له اسرایلو څخه به په ساعتونو او ورځو کې ځینې اعلانونه وشي خو زه غواړم چې د هغوی حق ته درناوی ولرم چې دا بهیر په خپله تنظیم کړي."
امریکا چې د اسرایلو مهم ملګری دی په دوامداره توګه له حماس سره په جګړه کې د اسرایلو ملاتړ کړی.
حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، د اسرایلو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.
اسرایلو په غبرګون کې په غزه باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه پکې تر ۳۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
اسرایل وايي، په وژل شویو فلسطینیانو کې څو زره ترهګر هم شامل د
اسرایل وايي د امدادي کارکوونکو د وژل کېدو د پېښې د تحقیقاتو وروسته به دوه پوځ چارواکي برطرف کوي

واشنګټن (وي او ای) —
Forum