د اسرایل پوځ د شورو، چهارشبنې، په ورځ وویل د شام دننه یې د شام او ایران په هدفونو هوايي بمباري کړې ده او د شام خبري ادارې ویلي په بمبارۍ کې د شام درې عسکر وژل شوي دي.
اسرایلي پوځ وويل دغه اقدامات يې په جولان غونډۍ کې د اسرایل پولې سره نژدې د بمونو لګول کېدو په ځواب کې وکړه.
د شام حکومتي خبري ادارې سانا د پوځي سرچینې له قوله وویل په هوايي بمبارۍ کې درې عسکر ووژل شوو او یو بل زخمي شوی دی. خبري ادارې هوايي بمباري اسرایلي جارحیب وبللو.
اسرایلي بیان وویل د شام د پوځ یوه دسته چې مشري یې ایراني ځواکونو کوله د پولې سره نژدې چاودېدونکي مواد ښخ کړل او په ځوابي هوايي بمبارۍ کې ګودامونه، پوځي انګړونه او د شامي پوځ د مزایلو ډلې په هدف شوې.
اسرایلي پوځ وویل تیار دي چې په شام کې د ایراني پوځي خلاف مداخلي په ضد عملیات وکړي.
ایران د شام صدر بشارالاسد حمایت کوي او د شام په خانه جنګۍ کې د بشارلاسد د مرستې دپاره یې شام ته ایراني پوځي مشیران او ایراني ملېشې لېږلي دي.
اسرایل کوښښ کړی چې په شام کې د ایران پوځي موجودګي ختمه کړي او په تېرو څو کلونو کې یې په شام کې په ایراني هدفونو یو شمېر حملې کړي دي.
اسرایل د کال ۱۹۶۷ په جنګ کې د جولان یا ګولان غونډۍ نیولي دي او بیا یې په خپل سرحد کې ضم کړي خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي نړیواله ټولنه د اسرایل دغه ګام په رسمي توګه نه تسلیموي.