لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وايي په نړیوال عدالت کې به د قتل عام الزامات ردوي

د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې ایي سي جی د ملکونو ترمنځ شخړې هواروي. د اسرایل خارجه وزارت د جنوبي افریقې مقدمه بې ځایه بللې
د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې ایي سي جی د ملکونو ترمنځ شخړې هواروي. د اسرایل خارجه وزارت د جنوبي افریقې مقدمه بې ځایه بللې

د اسرایل د حکومت یو ترجمان د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرایل به انټرنېشنل کورټ اف جسټس یا د انصاف نړیوال عدالت ته حاضرېږي او په غزه کې د حماس خلاف جنګ کې د جېنوسایډ یا د قتل عام په اړه د جنوبي افریقې الزامات به ردوي.

جنوبي افریقي د جمعې په ورځ د نړیوال عدالت نه غوښتنه وکړه چې په بېړني امر کې دې ووايي چې د حماس خلاف جنګ کې اسرایل د کال ۱۹۴۸ د جېنوسایډ کنوېنشن یا د قتل عام د مخنیوي د قانون په خلاف ورزۍ کې ککړ دی.

د اسرایل د حکومت ترجمان اېلیون لېوي یوې انلاین غونډې ته وویل د اسرایل ریاست به په هېګ کې انټرنېشنل کورټ اف جسټس ته حاضرېږي چې د جنوبي افریقې د خون بې منطقه الزام مسترد کړي. مونږ د جنوبي افریقې مشرانو ته یقین ورکوي چې تاریخ به د ستاسو قضاوت وکوي او د ستاسو قضاوت به بغېر د رحمه کوي.

جنوبي افریقي د لسیزو راهسې په هغو سیمو کې د فلسطیني ریاست د قیام حمایت کړی چې اسرایل قبضه کړي دي. جنوبي افریقا د فلسطینیانو د حالت مماثلت د پخواني اپارټایډ یا د نسل پرستۍ د دور د جنوبي افریقي د تور پوستو د اکثریتي ابادۍ سره کوي، اسرایل دا مماثلت په کلکه ردوي.

د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې ایي سي جی د ملکونو ترمنځ شخړې هواروي. د اسرایل خارجه وزارت د جنوبي افریقې مقدمه بې ځایه بللې.

د جنوبي افریقې د خارجه تعلقاتو او همکارۍ د محکمې ترجما کلېسن منېیلا په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د جنوپي افریقي وکیلان د مقدمې دپاره تیاری کوي او نړیوال عدالت د اورونه دپاره د جنورۍ ۱۱ او ۱۲ نېټې ټاکلې دي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس جلاف جنګ شروع کړی دی. د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال نیول شوي وو.

د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، په غزه کې تر ۲۲۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. وزارت په وژل شویو کسانو کې د وسله والو او د ملکي کسانو تفریق نه کوي خو وايي ۷۰ فیصد کسان ښځې او ماشومان دي. اسرایل د فلسطینیانو د تلفاتو شمېرې ردوي، وايي ځواکونو يې ۸۰۰۰ وسله وال وژلي دي.

د اسرایلي حکومت ترجمان لېوي د هغو اقداماتو ذکر وکړو چې هغه وویل اسرایل ملکي کسان د نقصان نه بچ کولو دپاره اخیستې دي. هغه وویل حماس د جنګ شروع کولو ټوله اخلاقي ذمه واري په غاړه لري اود هسپتالونو، سکولونو، کورونو او د ملګرو ملتونو د ودانیو نه جنګ کوي.

لېوي بغیر د څه ثبوته وویل چې د اسرایلیانو په ضد د حماس په جرمونو کې جنوبي افریقا شریکه ده.

امریکې، برطانیې، یورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG