لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د اول ځل دپاره په ابوظبي کې خپل سفارت پرانېست


اسرائیل د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په متحده عربي اماراتو کې یې د اول ځل دپاره خپل یو سفارت پرانېستی دی. د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د تعلقاتو د سمېدو په حق کې لوظنامه څه دپاسه څلور میاشتې مخکې دستخط شوې وه.

د اسرائیل خارجه وزارت په یو بیان کې خبر ورکړ چې په ابوظبي کې د دوی سفارت د اتوار په ورځ په رسمي توګه، د دوی د سفارتکار ایتان نایح په رسېدو سره پرانېستل شوی دی. په بیان کې دا هم ویل شوي چې د اسرائیل سفارتکاران به د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د تعلقاتو د لا مضبوطولو په مقصد نور کوششونه هم وکړي.

د یو بل خبر له مخې، متحده عربي اماراتو هم په تل ابیب کې د خپل اولني سفارت د پرانېستل کېدو منظوري ورکړې ده.

په ابوظبي کې د اسرائیلو سفارت اوس مهال د کرائې په دفترونو کې پرانېستل شوی چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، د دوو ملکونو ترمنځ «د پوره کچې» اړیکې مضبوطه کول غواړي.

اسرائیل په دې وروستیو میاشتو کې له څلورو عربي ملکونو سره د خپلو تعلقاتو د عادي ګرځولو لوظنامې اعلانې کړې، چې دا څلور ملکونه: متحده عربي امارت، بحرین، سوډان، او مراکش (المغرب) دي چې د امریکا د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د نظر لاندې دا تړونونه لاسلیک شول.

د تعلقاتو د ښه کېدو کوششونو په دې لړ کې، د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د زراعت، خوراکي موادو، سېلګرۍ، او هائی ټېکنالوجي په برخو کې ګڼ شمېر تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

د متحده عربي اماراتو نه وړاندې، مصر او اردن هم د اسرائیل سره تعلقات ښه کړي و. مصر په ۱۹۷۹ او اردن په ۱۹۹۴ کې د خپل ګاونډي هېواد اسرائیل سره د امن معاهدې امضا کړې دي.

په همدې حال کې د مېډل ایسټ ایي په نوم ویب پاڼې د نومبر په نیمایي کې د وزیراعظم عمران خان له خولې لیکلي وؤ چې د ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې پاکستان د سختو فشارونو سره مخ ؤ ترڅو اسرائیل په رسمیت ومني.

وروسته بیا پاکستان وویل د اسرائیل په رسمیت د منلو دپاره پرې هیڅ رقم فشار نشته اؤ ترڅو چې د فلسطین ستونزه هواره شوې نه وي پاکستان به اسرائیل تسلیم نکړي.

که څه هم د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د دسمبر په اتلسمه نیټه یو ځل بیا وویل پاکستان د اسرایل په حقله په خپل دې دریځ ولاړ دی چې د دې مسلې حل دوه ریاستي فارمولا ده خو په پاکستان کې د تیرو څو میاشتو راهسې دا ګنګوسې روانې دي چې د عرب هیوادونو د اسرایلو سره د سفارتي اړیکو جوړولو ورستو پاکستان هم په دې حقله خپله تګ لاره بدلول غواړي.

څیړونکي وايي د اسرایلو سره د پاکستان د تعلقاتو موضوع اولس ته تل د مذهبي جذباتو په اینه کې ځلول شوې ده. او که پاکستان وغواړي نو د اسرایلو د منلو په لړ کې هم د مذهبي مشرانو نه کار اخستی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG