لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي وزیراعظم وايي زر به د متحده عرب اماراتو ولي عهد سره ملاقات وکړي


اسرایل او متحده عرب اماراتو د امریکې د سفارتي منځګریتوب په نتیجه کې تعلقات قایم کړل او په دې لړ کې تیره میاشت په وایټ کې په یوه دستوره کې دواړو ملکونو معاهده لاس لیک کړه. د متحده عرب اماراتو نه وروسته بحرین هم اسرایل سره د تعلقاتو قایموولو معاهده کړې ده
اسرایل او متحده عرب اماراتو د امریکې د سفارتي منځګریتوب په نتیجه کې تعلقات قایم کړل او په دې لړ کې تیره میاشت په وایټ کې په یوه دستوره کې دواړو ملکونو معاهده لاس لیک کړه. د متحده عرب اماراتو نه وروسته بحرین هم اسرایل سره د تعلقاتو قایموولو معاهده کړې ده

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د متحده عرب اماراتو ولي عهد شهزاده محمد بن زېد النهېان د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلې فون خبرې وکړې او اسرایلي وزیراعظم وویل زر به د شېخ محمد سره ملاقات کوي.

د دواړو مشرانو په ټېلې فون د خبرو په اړه دواړو ملکونو جدا جدا بیانونه جاري کړل چې پکې وویل شوو شېخ محمد او بنجمن نېټن یاهو د امن او د همکارۍ ترڅنګ په یو شمېر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړې.

هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل کابېنې متحده اماراتو سره د سفارتي تعلقاتو د قایمېدو معاهدې تاید وکړو. د دې وروسته بې اسرایلي پارلېمنټ هم د دغه معاهدې منظوري ورکوي.

اسرایل او متحده عرب اماراتو د امریکې د سفارتي منځګریتوب په نتیجه کې تعلقات قایم کړل او په دې لړ کې تیره میاشت په وایټ کې په یوه دستوره کې دواړو ملکونو معاهده لاس لیک کړه. د متحده عرب اماراتو نه وروسته بحرین هم اسرایل سره د تعلقاتو قایموولو معاهده کړې ده.

د متحده عرب اماراتو او بحرین نه وړاندې مصر په کال ۱۹۷۹ کې او اردن په ۱۹۹۴ کې اسرایل سره د امن او سفارتي تعلقاتو قایموولو معاهدې وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG