لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل هوایي حمله کې دوه ایراني جنرالان اؤ پینځه افسران وژل شوي: د ایران چارواکي


د سوریې چارواکو او دولتي رسنیو د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، د اسرایل هوايي برید په سوریه کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ ویجاړه کړې، چې له امله یې دوه لوړپوړي ایراني پوځي مشران وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د سوریې د دوؤ ټلویزیوني چینلونو له مخې چې یو یې د ایران دعربي ژبې چینل العالم او بل المیادین دی، په دې برید کې د ایران د پوځ سلاکار جنرال علي رضا زاهدي وژل شوی چې تر ۲۰۱۶ کال پورې یې په لبنان او سوريه کې د قدس ځواک مشري کړې ده. په بريد کې د زاهدي مرستيال جنرال محمد هادي هجريهمي او پنځه نور افسران هم وژل شوي دي.

د ایران د سفارت خانې په ساحه کې حمله د اسرایل له لوریي په سوریه کې د ایران په پوځي چارواکو اؤ د هغوي په ایتلافیانو بریدونو کې اضافه په ګوته کوي. دې بریدونو د ایران د ملاتړ نه د برخمن افراطي تنظیم حماس له لوري په اووم اکتوبر په اسرایل له شوې حملې وروسته زور نیولی دی.

ددغه برید نه وروسته د اسرایل اؤ حزب الله ترمنځ نښتې سیوا شوي دي، حزب الله یوه بله داسې افراطي ډله ډه چې د ایران ملاتړ ورته ترلاسه دی. اسرایل چې ډیر کم د داسې بریدونو مسولیت قبلوي، ویلي یې دي چې سوریه کې په شوي دې تازه برید هیڅ تبصره نه لري.

د سوریې د دولتي خبري رسنۍ سنا له مخې، حمله کې د ایران د کونسلګرۍ وداني د خاورو سره خاورې شوې ده خو د سفارتخانې ودانۍ ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.

د ایران سفیر جسین اکبري د اسرایل غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي . د هغه له مخې مرستندویه فعالین اوس هم د راغورځېدلې ودانۍ له مبلې لاندې جسدونه لټوي. اکبري ویلي چې د ودانۍ په ساتنه مامور دوه پولیس عسکر ژوبل شوي هم دي.

هغه هوډ ښکاره کړی چې د حملې غچ یا بدل به په همدومره شدت اؤ سختۍ سره اخلي.

د اسرایل مشر پوځي ویاند ریر ایډمرل ډینئیل هګاري د دوشنبې په شپه ناوخته تور لګول چې د دوشنبې په سهار په جنوبي‌ اسرایل کې په یوه بحري اډه ډرون حمله "د ایران په هدایت" شوې وه. د اسرایل پوځ ویلي چې حمله کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده شوې اؤ یوازې ودانۍ ته لږ شان زیان رسیدلی دی.

د فلسطین تندره ډلې اسلامي جهاد چې د ایران ملاتړ ورته ترلاسه دی په اسرایل تور لګولی چې په غزې کې د شخړې پراخولو هڅه کوي.

واشنګټن کې د موقعیت لرونکي تهنک ټینګ د مډل ایسټ انسټي تیوټ د سوریې د پروګرام ډایریکټر چارلس لسټر دا حمله یوه "ستره پراختیا" بللې ده اؤ په ټولنیزه رسنۍ ایکس یې لیکلي دي چې دا خبره باوري ده چې ددې حملې خلاف به ځوابي اقدام کولی شي.

د سوریې خارجه وریر فیصل مقداد ویلي دي چې حمله کې ګڼ کسان وژل شوي دي. د خپل ایراني سیال یا هم منصب سره په ټيلي فوني تماس کې هغه د اسرایل غندنه کړې ده. د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنايي د نورو هیوادونو نه هم غوښټنه کړې ده چې د اسرایل ددې حملې غندنه وکړي.

د ایران سرکاري ټي وي ویلي چې د ایراني سفیر کور د کونسلګرۍ د ودانۍ دننه ؤ چې د سفارتخانې ترڅنګ موقعیت لري. ایراني دولتي ټي وي هم ویلي چې حمله کې د سفارتخانې ودانۍ ته نقصان نه دی رسېدلی.

اسرایل په دې وروستیو کلونو کې د سوریې د حکومت د واک لاندې سیمو کې په هدفونو په سوونو حملې کړې دي. اسرایل ډیر کم په شام کې د خپلو کارروایو مسولیت مني خو ویلي یې دي چې هغوي لبنان کې د حزب الله په څېر د ایران ایتلافي وسله والې تندروه ډلې په نخښه کوي چې د سوریې د صدر بشار الاسد د پوځونو د ملاتړ لپاره یې په زرګونو وسله وال لیږلي دي.

تر دې وړاندې دسمبر کې په دمشق کې د اسرایل په یوه هوایي حمله کې په سوریه کې د ایران د نیم پوځي ځواک پاسداران انقلاب یو ډیر زور سلا کار سید رضي موشوي وژل شوی ؤ. په جنورۍ کې په دمشق کې په یوه ودانۍ همدغسې یو بل برید کې لږ تر لږه پينځه ایراني سلاکاران وژل شوي وؤ.

تېره اوونۍ د عراق د پولې ترڅنګ د شام په ختیځه صوبه دیر الزور یوه هوایي حمله کې د ایران یو سلاکار وژل شوی ؤ.

(ددې رپورټ په اطلاعاتو کې د ای پي خبري اژانس نه استفاده شوې ده)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG