لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل په فضايي حمله کې په غزه کې د ملګرو ملتونو سکول لګېدلی


د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل وویل د حماس هغه وسله وال چې په اسرایل د اکتوبر د اوومې نېټې په حمله کې شامل وو سکول يې د پناه ځای په توګه استعمالولو او د دغه ځآی نه یې د حملو رهنمايي کوله
د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل وویل د حماس هغه وسله وال چې په اسرایل د اکتوبر د اوومې نېټې په حمله کې شامل وو سکول يې د پناه ځای په توګه استعمالولو او د دغه ځآی نه یې د حملو رهنمايي کوله

په مرکزي غزه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو په فضايي حمله کې د ملګرو ملتونو یو سکول ولګېدو او فلسطیني چارواکو وویل په پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل شوو.

د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل وویل د حماس هغه وسله وال چې په اسرایل د اکتوبر د اوومې نېټې په حمله کې شامل وو سکول يې د پناه ځای په توګه استعمالولو او د دغه ځآی نه یې د حملو رهنمايي کوله.

د حماس د مطبوعاتو دفتر د اسرایل بیان رد کړو او ویې وېل اسرایل د بې کوره شویو خلکو خلاف "بې رحمه جرم" کړی دی.

په حمله کې لګېدلی سکول د فلسطيني کډوالو دپار د ملګرو ملتونو څانګې د کډوالو په النصیرات کېمپ کې چلولو.

د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دیر البلح او د البریج په شمول د النصیرات شا او خوا سیمو کې د هدفي عملیاتو هلې ځلې د شروع کولو اعلان وکړو.

اسرایلي پوځ وویل د ترهګرو په هدفونو، عسکري انګړونو، د وسله په ذخیرو او د زیر ځمکې لاندې په بنیادي اډاڼه حملې کوي.

د سیمې اوسېدونکو وویل درنه بمباري شوې ده.

د طبي امداد نړیوالې ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز وویل په مرکزي غزه کې د نهې، سه شنبې، د ورځ راهسې د اسرایل د درنو هوايي حملو وروسته لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور زخمیان شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل په شمال کې د لبنان نه شوي حمله کې زخمیان شول. دا خبره د اسرایل د طبي امداد ادارې مېګن ډېوډ ادوم وکړه.

د لبنان حزب الله ډلې وویل د اسرایل د حملې په جواب کې د اسرایلي افسرانو په یوه ډله يې د ډرون حمله وکړه.

د اسرایل پوځ وویل د لبنان نه شوي حملې په اړه يې تحقیقات شروع کړي دي.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د لبنان د سرحد سره نږدې د اسرایل د شمالې علاقې دوره وکړه. په غزه کې د جنګ شروع کېدو راهسې اسرایلي ځواکونه او د حزب الله وسله وال په سیمه کې د ډزو تبادله کوي چې جنګ د پراخېدو په اړه يې تشویش هم راپارولی دی.

نېټن یاهو وویل څوک هم چې دا فکر کوي چې اسرایل ته به نقصان ورسوي او بیا به په ارام کښېني غلطي کوي. هغه زیاته کړه چې اسرایل تیار دی چې د هېواد د شمالي برخې د تحفظ دپاره کلک ګامونه واخلي.

د اکتوبر د اتمې نېټې راهسې د اسرایل او حزب الله په جګړه کې د په لبنان کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي چې زیاتره وسله وال دي. په اسرای کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. حماس ۲۵۰ کسان یرغمال نیولي وو. ځینې یرغمالان د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې ازاد کړی شوي دي خو تر ۱۲۰ پورې نور یرغمالان اوس هم په غزه کې دي او د اسرایل پوځ وايي د باقي پاتې یرغمالانو څخه ۳۷ کسان مړه شوي دي.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د وسله والو خلاف عملیات شروع کړي دي او د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په حملو کې ۳۶۵۰۰ کسان وژل شوي دي چې زیاتره ملکي خلک دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي یو رپورټ کې ملګرو ملتونو خبرداری وکړو چې د جولای د میاشت منځۍ مودې پورې به لږ تر لږه یو مېلین فلسطینیان د قحط تر ټولو زیاتې کچې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام، ډبلیو اېف پي، او د زراعت ادارې په یو بیان کې وویل غزه ته د خوراک، اوبو، خشاک او طبي امداد په رسوولو درونو بندیزونو دلاسه صورتحال نور خربېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG