د غزه په شمالي سیمه جبالیه نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ اسرایل هوايي بریدونو وروسته اسرایل ویلي چې د غزې شمالي برخې بشپړ عملیاتي کنټرول یې ترلاسه کړی دی. اسرایل زیاته کړې چې په تیرو څو ورځو کیې په دغه سیمه کې نژدې ۲۰۰ حدفونه په نخښه کړي.
د اسرایل د پوځ ویاند جوناتهن کونریکس ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي ٬٬اوس مونږ په جنوبي غزه کې د حماس پرضد خپلې هڅې تمرکړ کوو.٬٬
بلخوا حماس وسله والو ویلي چې په اسرایلي بریدونو کې د جبالیه او خان یونس سیمې په نخښه شوي. دغه سیمې په غزه کې د حماس مشر یحیی سېنوار د پېداېش ځاې او د ډلې مرکز دی.
د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند اېډمېرل دېنیل هېګاري ویلي پوځ یې د شمالي غزې ٬٬ مکمل کنټرول٬٬ ترلاسه کولو ته نژدې شوي. ښاغلي هېګاري زیاته کړې ٬٬ اسرایلي ځواکونو په خان یونس کې ځمکني عملیات دوامداره ساتلي او په ورته وخت کې د غزه په نورو برخو په خاصه توګه په جنوبي سیمو کې خپل عملیات غځوي.٬٬
د اسرایل پوخ تر مخه تېرې دوه ورځې د اکتوبر ۷مې راپه دیخوا شورو شوو عملیاتو کې د اسرایلي پوځ لپاره تر ټولو خونړۍ ورځې وې چرته چې په جګړه کې د دولسو زیات اسرایلي عسکر وژل شوي. اسرایل ویلي د اکتوبر ۷مې راپه دیخوا یې په دغه جګړه کې ۱۵۳ عسکر وژل شوي.
د خالي په ورځ بیا د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د جنګ بندۍ لپاره مظاهرې هم شوي. تر ټولو لوې مظاهرې بیا په لندن، نیویارک، استنبول او صنعا کې شوي.
واېټ هاوس ویلي چې د امریکا صدر جوبایډن د شنبې په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو سره په غزه کې د اسرایل د پوځي کمپاین په اړه خبرې اترې کړې دې . واشنګټن ته د کمپ ډیوډ په لور د تګ په مهال صدر جوبایډن خبریالانو ته وویل"ما د اوربند غوښتنه نه ده کړې" هغه د اسرایلي وزیراعظم سره خپلې دغه خبرې اوږدې او شخصي وبللې.
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې، صدر باییډن په نیتن یاهو ټینګار وکړو چې "د ملکي وګړو د ساتنې ته جدي اړتیا ده اؤ د هغو کسانو په شمول چې د بشري مرستو د عملیاتو ملاتړ کوي، ملکي خلکو ته اجازه ورکول مهم دي چې د روانې جګړې له سیمو څخه په خوندي توګه اوځي" دوی همدا راز د حماس له خوا د ترغمل کړی شوؤ پاتې کسانو د خلاصون پر اړتیا هم خبرې وکړې.
د نیتن یاهو دفتر وروسته وویل چې وزیراعظم "واضحه کړه چې اسرایل به خپلو ټولو اهدافو ته د رسیدو پورې جګړې ته دوام ورکړي" اسرایل خپل دا هوډ بیا تکرار کړو چې په غزه واکمنه وسله ولاله ډله حماس به له منځه یوسي.
وروسته له هغه چې اورپکې ډلې حماس د اکتوبر په اوومه په اسرایل یو خونړی برید وکړو چې د اسرایل په وینا، شاوخوا 1,200 کسان پکې ووژلی شول، چې ډیری یې ملکي وګړي وو. حماس چې د امریکا او نورو له خوا د تروریستي تنظیم په توګه نومول شوی، نزدې 240 کسان د ځان سره یرغمل کړي دي.
ژغورونکو او د روغتون چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې پر دوو کورونو د اسرایلي الوتکو په بمباریو کې تر 90 زیات فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې په شمال کې د جبالیا اوسېدونکي وايي، هوايي بریدونه د ټانکونو له ګولیو سره یوځای په بې رحمه توګه روان وؤ.
دپوځي عملیاتو دوام :
د اسرایلي دپوځ ویاند ریئر ایډمرل دانیل هاجري د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې ځواکونه یې ځمکني بریدونه پراخوي.
هغه وویل، عملیات د غزې په شمالي نیمه برخه کې هم دوام لري، چې د اسرایلو د ځمکنیو بریدونو لومړنی تمرکز و. پوځ ویلي، د غزې ښار په څو ځایونو کې یې د حماس پر جنګیالیو هوايي بریدونه کړي دي. د حماس وسله والې ډلې القسام بریګیډ د شنبې په ورځ ویلي چې د جبالیا سره نږدې یې پنځه اسرایلي ټانکونه تباه کړي او د هغې عملې ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
حماس دا هم ویلي چې د غزې په تړانګه کې یې له یوې ډلې سره چې پنځه اسراییلیان یې یرغمل نیولي، اړیکه پرې کړې ده. د القسام لوا ویاند، ابو عبیده، د دې ډلې په ټیلیګرام چینل کې په یوه بیان کې وویل، وسله والو ویلي چې کیدای شي یرغمل شوي کسان د اسرایو د برید په ترڅ کې وژل شوي وي. رویټرز ونه توانید چې په خپلواکه توګه دا راپور تایید کړي.
په غزه کې د روغتیايي چارواکو په وینا، له هغه راهیسې چې اسرایل له حماس سره جګړه پیل کړې، تر 20 زرو زیات فلسطینیان وژل شوي او له 53 زرو زیات ټپیان شوي دي.
اسرایل عامو خلکو ته د اوښتی کېدونکو زیانونو پړه په حماس اچوي اؤ وایي دوي د ګڼې ګوڼې سیمو کې پټ شوي اؤ د زمکې لاندې د سرنګانو نه کار اخلي چې د هغې پرضد کارروایۍ کې عامو خلکو ته زیانونه اوړي. اسرایل د اکتوبر د اوومې له تروریستي برید را پدیخوا په زرګونو هوايي بریدونه کړي او تر ډیره حده یې د ځانګړو پیښو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
غزې ته د بشري مرستو رسول
د شنبې په ورځ راپورونه خپاره شول چې د بشري مرستو 70 لارۍ د مصر له رفح پولې څخه د غزې جنوبي سیمې ته ننوتلي دي. غزه بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري. اسرایل په غزه کې فلسطینیانو ته ویلي وو چې جنوبي غزې ته اوځي، خو کله چې دوی ورسېدل، هلته د خلکو د ګڼې ګوڼې لپاره د اوسېدو ځایونه لږ وو. د غزې د 2.3 میلیونو وګړو څخه 85 سلنه یې جنوب ته کډه شوي دي.
Forum