لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطيني چارواکي وايي په غزه کې د اسرایل بمبارۍ لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي


د اسرایل په حمله کې د خان یونس ښار په مغرب کې د کډوالو په کېمپ کې یوه خېمه ولګېده. د چارواکو په قول په وژل شویو کسانو کې د غزه د پولیس مشر محمود صالح او د هغه مرستیال حسام شهوان شامل دي
د اسرایل په حمله کې د خان یونس ښار په مغرب کې د کډوالو په کېمپ کې یوه خېمه ولګېده. د چارواکو په قول په وژل شویو کسانو کې د غزه د پولیس مشر محمود صالح او د هغه مرستیال حسام شهوان شامل دي

د طبي امداد فلسطيني چارواکو ویلي د غزه په جنوبي برخه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایل په هوايي حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شوو او ۱۵ نور زخمیان شول.

د اسرایل په حمله کې د خان یونس ښار په مغرب کې د کډوالو په کېمپ کې یوه خېمه ولګېده. د چارواکو په قول په وژل شویو کسانو کې د غزه د پولیس مشر محمود صالح او د هغه مرستیال حسام شهوان شامل دي.

اسرایل د شورو، جهارشنبې، په ورځ خبرداری کړی و چې که چېرې حماس یرغمالان نه ازادوي او په اسرایل د راکټو حملې دوامداره ساتي نو په غزه کې به اپرېشن کې شدت راولي.

د اسرایل د دفاع وزیر اېزرایل کېټز وویل که حماس زر یرغمالان نه ازادوي او په اسرایل حملې جاري ساتي داسې سختو ضربونو سره به مخامخ شي چې د ډیر وخت راهسې يې په غزه کې نه دي ليدلي.

deewa
deewa

حماس اسرایلي یرغمالان د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټّه په اسرایل حمله کې نیولي دي. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي تر د ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي چې د غزه د صحت وزارت وايي تر اوسه په کې د ۴۵۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۸۰۰۰ نور کسان زخمیان شوي دي. امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

اسرایلي چارواکي وايي تر ۱۰۰ پورې یرغمالان ژوندي او مړه اوس هم د حماس په ولکه کې دي. د یرغمالانو څخه دریمه برخه ګڼل کېږي چې مړه یا وژل شوي دي.

په غزه کې جنګ دلاسه د سیمې پراخه کچه علاقې تباه شوي دي او د سیمې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ ۹۰ فیصد برخه بې ځایه شوي ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي/ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو څخه اخیستل شوي دي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG