لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرایل: زیات امکان دی چې فلسطيني امریکنۍ خبریاله د اسرایلي عسکر په ګولۍ وژل شوي


۵۱ کلنه شرین ابو عاقله د تېرو څو لسیزو راهسې په سیمه کې خبرنګاري کوله او ای پي وايي هغه په عرب نړۍ کې په پراخه کچه پيژندل کېده. فلسطینیان او د ابو عاقله کورنۍ وايي اسرایلیان هغه قصداً وژلې ده

په وېسټ بېنک کې د الجزیره ټېلې وژن فلسطيني امریکنۍ خبریالې شیرین ابو عاقله د وژل کېدو په اړه د اسرایل پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلو تحقیقاتو موندنې اعلان کړې او ویې وېل زیات امکان دی چې ابوعاقله د اسرایلي عسکر په ګولۍ وژل شوي ده.

ابو عاقله د می په میاشت کې په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو د چاپي په مهال په سر په ډز لګېدلې او وژل شوې ده.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، د ابو عاقله د وژل کېدو په اړه د اسرایل د تحقیقاتو نتېجې اعلانولو په وخت یو اعلا اسرایلي پوځي چارواکي وویل یو اسرایلي عسکر په خطا ډزې وکړې ځکه چې هغه ګڼل ابوعاقله فلسطیني وسله واله ده.

ای پي وویل اسرایلي چارواکي د اسرایل دې دعوې په ملاتړ کې څه ثبوت وړاندې نه کړو چې د ډزو په وخت په سیمه کې فلسطیني وسله وال موجود وو. هغه وویل چا ته به سزا نه ورکول کېږي.

ای پي په خپل رپورټ کې دا هم وویل اسرایلي چارواکي په دې اړه څه خبره ونکړه چې د ابو عاقله د وژل کېدو نه مخکې دغه سیمه خاموشه شوه.

د رپورټ ترمخه، اسرایلي چارواکي چې د پوځي قواعدو سره سم يې د نوم نه څرګندولو په شرط د تحقیقاتو په خبرې کولې، وویل اسرایلي عسکر د ابوعاقله په پېژندلو کې تېروتنه وکړه.

ای پي وايي د وژل کېدو په وخت ابو عاقله په سر هېلمټ اغوستی و او په جېکېټ يې پرېس لیکل شوي وو.

د اسرایل د انساني حقونو تنظیم بي ټي سلېم وویل د اسرایل پوځ حقیقت د پټولو کوښښ کوي او ويې وویل دا غلطي نه ده بلکې تګلاره ده.

د الجزیره بیورو چیف ولید العمري وویل اسرایل ځان د ذمه وارۍ نه بچ کوي. هغه ای پي ته وویل اسرایل د مجرمانه تقیقاتو د شروع کېدو نه ځان بچ کړی.

۵۱ کلنه شرین ابو عاقله د تېرو څو لسیزو راهسې په سیمه کې خبرنګاري کوله او ای پي وايي هغه په عرب نړۍ کې په پراخه کچه پيژندل کېده. فلسطینیان او د ابو عاقله کورنۍ وايي اسرایلیان هغه قصداً وژلې ده.

د ګل، دوشبې، په ورځ اسرایلي چارواکي وویل اسرایلي پوځ په کره توګه نشي وېلی چې ډزې د کوم ځای نه شروع شوي وې خو ممکنه ده چې فلسطيني وسله موجود وو خو د دې امکان ډیر زیات دی چې اسرایلي عسکر په خطا ډز کړی دی.

ای پي وايي اسرایلي چارواکي په دې اړه هم څه وضاحت ونکړو چې عیني شاهدینو او په وډیوز کې د ابوعاقله د وژل کېدو نه مخکې په دغه علاقې کې د وسله والو څه فعالیت نه لېدل کېدو.

د ابو عاقله کورنۍ د اسرایلي پوځ د تحقیقانو نتېجې رد کړې او ويې وېل پوځ د حقیقت د پټولو او ذمه وارۍ نه ځان بچ کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG