اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې د فلسطيني کډوالو په کېمپ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د لټون نور عملیات وکړل او یوه ورځ په کېمپ کې د اسرایلي ځواکونو په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۰ ته ورسېده.
فلسطيني چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنین کېمپ کېمپ کې د اته کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و خو د نهې، سه شنبې، په ورځ يې وویل دغه شمېره ۱۰ ته رسېدلې ده.
په عملیاتو کې تر ۱۰۰ پورې کسانو د زخميدو وېل شوي دي.
اسرایلي پوځ ویلي جنین کې يې ۱۲۰ مشکوک مسلح کسان نیولي، وسله او ګوله بارود يې ترلاسه کړي دي.
د سره صلیب فلسطينیي طبي امدادي ادارې په جنین کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو د عملیاتو شروع کېدو راهسې یې د کېمپ نه قریباً ۳۰۰۰ کسان وېستلي دي.
اسرایلي چارواکو ویلي د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې په سلګونو اسرایلي عسکر برخه اخلي او په کې ډرون او بلډېزرې هم استعمالېږي.
فلسطينیانو، اردن او د مصر ترڅنګ د ۳۷ اسلامي ملکونو تنظیم او ايي سي د تشدد غندنه کړې.
د فلسطينی ادارې صدارتي ترجمان نبیل ابو ردېنه وویل د بې رحمه جارحیت په ضد به فلسطيني ولس سر نه ټېټوي، تسلیمېږي په نا، د امن سپين بېرغ به نه پورته کوي او په خپله ځمکه به کلک ولاړ وي.
په واشنګټن کې د امریکي خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د حالاتو څارنه کوي او پکار ده چې ملکي کسانو د تحفظ دپاره ګامونه پورته کړی شي.
سټېټ ډپارټمنټ وویل په وېسټ بېنک کې تازه د دې خبرې تقاضا کوي چې اسرایلي او فلسطيني ځواکونه د امن دپاره کار وکړي.
په جنین کې د اسرایلي ځواکونو عملیات په داسې حال کې شوي دي چې اسرایلي چارواکو د دباو سره مخامخ دي چې په وروستۍ موده کې په اسرایل کې حملو ته دې سخت جواب ووايي. جنین د تېر کال د پسرلي راهسې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالی مرکز دی.
یادونه: د وي او ای د دې رپورټ معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي