لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي چارواکی: پاکستان د فلسطین په معامله د منافقت نه کار اخلي


د اسرایل او فلسطینیانو د ورستۍ جګړۍ په مهال په پاکستان کې د اسرایل په ضد د یوې مظاهرې منظر
د اسرایل او فلسطینیانو د ورستۍ جګړۍ په مهال په پاکستان کې د اسرایل په ضد د یوې مظاهرې منظر

د اسرایل د خارجه وزارت یو چارواکي ویلي د فلسطین په مسله پاکستان د منافقت نه کار اخلي، د ښیښې په محل کې ژوند کوي او په منځني خیتځ کې یوازني جمهوري ملک، اسرایل،‌ ته د انساني حقونو سبق ورکوي.

د اسرایل د خارجه وزارت ډرېکټر جنرل اېلون اوشپيز د پاکستان په دریځ دغه تنقید د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو په کاونسل کې د اسرایل په ضد د قرارداد د منظورېدو نه پس وکړو.

پاکستان او یو شمېر نورو ملکونو د قرارداد حمایت وکړو.

اېلون شوپیز په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د انسانی حقونو "چېميین" یا علمبردار "پاکستان چې په عملي توګه د ښيښې په محل کې اوسي د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د کاونسل د خصوصي غونډې په لړ کې په منځني خیتځ کې یوازني حمهوریت ته سبق ورکوي. بهترین منافقت."

اسرایلي سفارتکار د خپل ټویټ سره په نړیواله کچه د مذهبي ازادۍ په اړه د کال ۲۰۲۱ دپاره د امریکې د خارجه وزارت د رپورټ لنک هم شریک کړی دی چې پکې په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو په حالاتو د تشویش څرګندونه شوي ده.

د وي او ای اردو څانګې ترمخه د ملګرو ملتونو د انساني حقونو کونسل ته خپله وېنا کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي وویل هېواد به یې په ملګرو ملتونو کې د سیمه ایز ثبات او د انساني حقونو حمایت جاري ساتي. هغه وویل پاکستان د فلسطینیانو د بنیادي حقونو او د خپلواکۍ ملاتړ کوي.د پاکستان خارجه وزارت د ملګرو ملتونو په کاونسل کې د اسرایل ضد قرارداد د منظورېدو هرکلی وکړو.

په جنیوا کې د اسرایل استازو د قرارداد مخالفت کړی او ویلي یې وو چې پکې نه خو د حماس او نه هم د هغه زرګونو راکټونو ذکر شوی و چې حماس په اسرایل ورولي وو.

د یو شمېر نورو ملکونو په رنګ پاکستان اسرایل نه دی تسلیم کړی او نه هم ورسر سفارتي تعلقات لري خو د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي دا لومړی ځل دی چې یو اسرایلي سفارتکار په پاکستان په عام ځای کې نیوکې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG