لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزه په جنوبي او شمالي علاقو کې د اسرایلي ځواکونو او د حماس وسله والو سختې جګړې شوي


په غزه کې سختې جګړې د بشري امداد په رسد کې خنډان راولاړوي او امدادي ادارې خبرداری کوي چې حالات خراب دي او امدادي کارکوونکی په حفاظت کې امداد نه شي وېشلی
په غزه کې سختې جګړې د بشري امداد په رسد کې خنډان راولاړوي او امدادي ادارې خبرداری کوي چې حالات خراب دي او امدادي کارکوونکی په حفاظت کې امداد نه شي وېشلی

د غزه په شمالي او جنوبي برخو کې د جمعې په ورځ د اسرایلي ځواکونو او د حماس وسله والو سختې جګړې شوي او هم د جمعې په ورځ د امریکې جوړ عارضي بندر دلارې غزه ته د امدادي سامان ټرکونه هم ور ورسېدل.

د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام وویل غزه ته د عارضي بندر دلارې د بشري امداد انتقالېدل په مقامي وخت سحر نهې بجې شروع شو.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام وویل په دیر البلح ښار کې ګودامونو کې ذخیره کړی شوی او امدادي ادارې به يې بیا تقسیموي.

غزه ته د انساني امداد د نوي لارې باوجود، ملګرو ملتونو وویل د ځمکې دلارې فلسطیني سیمې ته امداد رسوول زیاته اسانه او موثره طریقه ده.

د ملګرو ملتونو نایب ترجمان فرحان حق وویل د قحط د خطر مخه نیولو دپاره پکاره چې د ځمکې لار استعمال کړی شي ځکه چې په طریقه غزه ته امداد زر رسېدلی شي.

په غزه کې سختې جګړې د بشري امداد په رسد کې خنډان راولاړوي او امدادي ادارې خبرداری کوي چې حالات خراب دي او امدادي کارکوونکی په حفاظت کې امداد نه شي وېشلی.

غزه ته د امداد لویه لار د مصر په پوله رفح ښار دی خو د می په اوومه نېټه په رفح کې په محدوده کچه د پوځي عملیاتو شروع کولو وروسته اسرایل دغه لار تړلې ده. د عملیاتو له امله فلسطینیانو په لویه شمېره کې د ښار نه بهر وتل شروع کړي دي.

ملګري ملتونه او نورې امدادي ادارې وايي غزه ته امداد د رسوولو دپاره پکار ده چې اسرایل نور کوښښونه وکړی. په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي. د جګړې دلاسه په غزه کې په پراخه کچه تباهي شوې ده. امریکې، برطانیې او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

اسرایل ویلي غزه ته امداد په رسوولو کې يې چټکتیا راوستې او اسرایلي پوځ وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امدادي سامان ۳۶۵ ټرکونه د کرم شلوم او اېرېز دلارې غزه ته تللي دي.

په عین حال کې د جمعې په ورځ د جبلیه په تنګو کوڅو کې د اسرایلي ځواکونو او د حماس وسله والو جګړې شوي دي. رپورټونه وايي په شمالي غزه کې د حماس وسله وال بیا راپورته شوي دي.

د جبلیه د اوسېدونکو ترخه، د کډوالو د دغه کېمپ مرکز ته د اسرایل بکتر بند موټري ورغلي او اسرایلي بلډوزرې د پرمختګ په لاره کې کورونه او دوکانونه ړنګوي.

هم د جمعې په ورځ اسرایلي جنګي جهازونو او ټېنکونو د رفح به مختلفو برخو بمباري وکړه. بلخوا د حماس مسلح څانګې اسلامېک جهاد وویل وسله والو یې په اسرایلي ځواکونو د مزایل او مارټرو ګزارونه کړي دي.
اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل په غزه کې د هغه دریو کسانو مړي یې موندلي چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې وژل شوي دي.

وایټ هاوس د جمعې په ورځ مړي موندل کېدل "وحشتناک" خبر وبللو. د وایټ هاوس د قومي سلامتیا د شورا ترجمان جان کربي د وژل شویو کسانو کورنیو سره د غمرازۍ اظهار وکړو.

وایټ هاوس وویل د امریکې د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون به د دې هفتې په اخېر کې د منځني ختیځ ته سفر کوي او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په د شخړې په اړه خبرې اترې کوي.

په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي دي.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د حماس د اخیتار لاندې د غزه د صحت وزارت وايي د جنګ دلاسه تر اوسه د ۳۵۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي چې په کې وسله او ملکي خلک شامل دي. د غزه د صحت وزارت ترمخه د وژل شویو فلسطینیان څخه اکثریت د ښځو او ماشومانو دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG