لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي

د مقبوضه وېسټ بېنک په طولکرم ښار کې د اسرایلي پوځ بکتر بند ولاړ ليدل کېږي
د مقبوضه وېسټ بېنک په طولکرم ښار کې د اسرایلي پوځ بکتر بند ولاړ ليدل کېږي

اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په مقبوضه وېسټ بېنک کې فضايي حملې وکړې او چاپې ووهلې چې په کې لږ تر لږه نهه کسان ووژل شوو.

اسرایلي پوځ وویل د وېسټ بېنک په جنين، په طولکرم او د الفارا په مهاجر کېمپ کې يې د ترهګرۍ ضد عملیات وکړل او نهه وسله والي يې ووژل.

د سره صلیب د طبي امداد فلسطیني ادارې وویل د دغو سیمو نه يې د نهه کسانو مړي او په اسرایلي حملو کې زخمیان ۱۳ کسان وړلي دي.

د اسرایل خارجه وزیر اسرایل کاټز د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر وویل اسرابل به غزه ترڅنګ په وېسټ بېنک کې د ترهګرۍ د خطر مخه نېسي. هغه په ایران الزام ولګولو چې په وېسټ بېنک کې وسله والو ته وسله او پېسې ورکوي.

په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایلي ځواکونو او یهودي ابادکارانو په وېسټ بېنک کې ۶۴۰ فلسطینیان وژلي او د فلسطینیانو په حملو کې لږ تر لږه ۱۹ اسرایلیان وژل شوي دي.

په غزه او وېسټ بېنک کې د عملیاتو ترڅنګ اسرایلي ځواکونو د ملک په شمالي سرحد په لبنان کې مېشته د حزب الله ډلې وسله والو سره هم جګړې کېږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د متحده قومونو په سېکیورټي کاونسل کې به په یو قرارداد ووټونه کېږي. د قرارداد مقصد دا دی چې په جنوبي لبنان کې د متحده قومونو د امن ځواکونو د موجدګۍ وخت زیات کړي او په اسرایل او حزب الله غږ وکړې چې انښتې ودروي.

دغه قرارداد فرانس لیکلی او غوښتنه کوي چې تاوتریخوالی کمولو دپاره دې په سمدستي ډول ګامونهواخیستل شي او د اسرایل او لبنان په سرحد چې بلو لاین یا ابي کرښه هم بلل کېږي، په دې دې امن قایم کړی شي.

بلخوا، په غزه کې د ډز بندۍ دپاره د کوښښونو په لړ کې د منځني ختیځ دپاره د وایټ هاوس مشیر برېټ مېکګرک د نهې، سه شنبې، په ورځ دوحه کې د لوړ رتبه قطري چارواکو سره ملاقاتونه وکړل.

د امریکې، قطر او مصر چارواکو کوښښونه کوي چې د اسرایل او حماس جنګ بند کړي، د حماس د ولکې نه یرغمالان او د اسرایل د قېد نه فلسطینیان ازاد کړی شي او غزه ته انساني امداد زیات کړی شي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور

کسان یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی چې له امله يې د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۰۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

اسرایل د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په غزه کې یو عرب اسرایلي یرغمال تن، قاید فرحان القاضي ژغورلی دی. وایټ هاوس د القاضي د بازیابۍ هرکلی کړی.

Forum

XS
SM
MD
LG