لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو د غزې په شمال کې د یو محاصره شوي ښار خلکو ته د وتلو امر کړی

اسرایلي ځواکونو د غزې په شمالي برخه کې له یوې اوونۍ راهیسې عملیات پیل کړي او له کبله یې د غزې د اوسېدونکو په وینا په بیت حانون کې پاته ټولو خلکو ته امر کړی چې د یکشنبې- اتوار په ورځ له ښاره ووځي، ځکه چې وایي له سیمې فلسطیني وسلوالو راکټونه ویشتلي وو.

د غزې اوسېدونکي وایي خلکو ته له خپلو کورونو او سیمو د وتلو دا وروستی امر د بې ځایه کېدو نوې څپې ده، خو په سمدستي توګه دا څرګنده نه ده چې څومره خلک دې تازه کډوالۍ اغېزمن کړي دي.

اسرایل وايي، د غزې په شمالي برخه کې یې د شاوخوا درو میاشتو عملیاتو هدف د حماس وسلوال او د هغوی د بیا منظم کېدو مخه نیول دي. پوځ وايي، عامو خلکو ته یې د وتلو امر د دې لپاره کړی چې دوی له زیانه لرې وساتي.

فلسطیني او د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، په غزه کې دا مهال هیڅ یو ځای هم خوندي نه دی او په زوره د جګړه ځپلو خلکو ایستل د هغوی بشري حالت لا نور پسې خرابوي.

د غزې د شمالي ښارونو بیت حانون، جبالیه او بیت لاهیا شاوخوا ډېره برخه له خلکو خالي کړی شوې او ویجاړه کړی شوې ده او داسې اوازې دي چې کېدای شي اسرایل غواړي په غزه کې د جګړې له ختمېدو وروسته دا سیمه د بفر زون یا غیرپوځي سیمې په توګه وساتي.

د غزې د روغتیا وزارت د دسمبر په 25مه ویلي وو، چې د فلسطیني بې ځایه شویو کډوالو په یو کېمپ کې د سړې هوا له امله یوه ماشومه مړه شوې ده. په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي دا په وروستیو ورځو کې دریم ماشوم وو چې د سړې هوا له امله مري.

د اسرایل پوځ د شنبې- خالي په ورځ په بیت حانون سیمه کې د خپلو نويو عملیاتو د زیاتولو اعلان وکړ. ویل کېږي په غزه کې له سختو عملیاتو سره سره اسرایل ته د راکټونو ور ویشتلو د یکشنبې- اتوار په ورځ هم دوام درلود.

د فلسطین د سیول ایمرجنسۍ ادارې د اتوار- یکشنبې په ورځ وویل، دوی په ښار کې له بند پاته خلکو سره رابطه نه لري او وایي له دې کبله سیمې ته خپل ټیمونه نه شي لېږلای چې سیمه محاصره ده.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وایي، د یکشنبې- اتوار په ورځ د اسرایلي پوځ په تازه بمباریو کې لږ تر لږه 23 کسان ووژل شول.

د فلسطین د سیول ایمرجنسۍ ادارې په یو بیان کې ویلي، په دغو بریدونو کې یو د غزې ښار په الوفا روغتون باندې شوی چې وایي اووه کسان پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

طبي کارکوونکي وایي له دې برید وروسته د یکشنبې- اتوار په ورځ د اسرایل هوايي برید په بیت حانون ښار کې په یوه کور کې اووه نور کسان ووژل. اسرایل سمدستي په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.

که یوې خواته د غزې په شمالي برخه کې د اسرایلي پوځ عملیاتو زور اخیستی او له کبله یې نه یواځې خلک کډه کېدو ته مجبوره شوي بلکې هره ورځ پکې لسګونه کسان وژل کېږي خو بلې خواته د اسرایل او حماس تر منځ خبرې هم روانې دي او تمه کېږي چې زر به یو تړون ته ورسېږي.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي، له څه باندې یو کال راهیسې د اسرایل د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه 45,400 فلسطینیان وژل شوي او 107,803 نور ټپیان شوي دي. 2.3 میلینه خلک بې ځایه شوي‌ دي.

دا جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شو چې د حماس په مشرۍ وسلوالو پر اسرایل په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او شاوخوا 200 نور یې یرغمل کړل، چې لا هم شاوخوا سل تنه په غزه کې دي او ویل کېږي چې ډېر یې وژل شوي دي.

یادونه:- د رپوټ زیات مواد له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG