د غزې د شهري دفاع ادارې د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، په دویم لوی ښار خان یونس کې د اسرایلي پوځ د تېرې یوې اوونۍ په عملیاتو کې شاوخوا 300 کسان وژل شوي دي، خو اسرایلي پوځ د 150 ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.
د شهري دفاع د ادارې ویاند محمود باسل له فرانس پریس خبري ایجنسۍ سره په خبرو کې ویلي، د خان یونس په ختیځه برخه کې د اسرایلي پوځ له مځکنیو عملیاتو راهیسې د دوی فعالانو له سیمې شاوخوا 300 مړي را ایستلي دي.
اسرایلي ځواکونو د جولای په 22مه هغه وخت په خان یونس کې عملیات پیل کړل چې له سیمې یو میزایل د اسرایل په طرف ور وویشتل شو، اسراییل د دې میزایل ذمه واري پر حماس ډلې ور اچولې وه.
د اسرایل پوځ د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، په خان یونس کې یې خپل عملیات پای ته رسولي او تر 150 زیات ترهګر یې وژلي دي. وایي په ترهګرۍ کې کارول کېدونکي ماینونه، د ګوله بارودو زېرمې، د ترهګرۍ اسانتیاوې او هلته موجودې وسلې یې هم تباه کړې دي.
رویټرز خبري ایجنسۍ په خپل رپوټ کې ویلي، له خان یونسه د اسرایلي پوځیانو تر وتلو وروسته فلسطینیانو خپلو کورونو ته ستنېدل پیل کړي دي.
د اسرایلي پوځ د تېرې اوونۍ د عملیاتو له کبله له دې سیمې تر یونیم لک زیات خلک په بیړنۍ توګه کډه کېدو ته مجبور کړی شوي وو.
وایي د فلسطین مرستندویه کارکوونکي او ښاریان له کوڅو مړي ټولوي او پر خرو او په موټرو کې یې هدیرې ته وړي.
د خان یونس یو اوسېدونکی اعتماد المصري لږ ترلږه پینځه کیلومیټره په پښو مزل کړی او وایي، "زه بیرته راځم او پر خدای باور لرم. زه نه پوهیږم چې موږ به ژوند وکړو که به مړه شو، خو دا هر څه د وطن [غزې] په خاطر کوو".
په غزه کې د حماس مطبوعاتي دفتر ویلي، په خان یونس کې د اسرایلي ځواکونو د اتو ورځو په بریدونو کې تر 255 ډېر فلسطینیان وژل شوي، تر 300 ډېر ټپیان شوي دي او لږ تر لږه 30 نور لادرکه دي.
د حماس د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، اسرایلي ځواکونو لږ تر لږه 300 کورونه په هوایي بمبارۍ کې په نخښه کړي دي، وایي په دوی کې لږ تر لږه 30 کورونه په داسې وخت ویشتل شوي چې اوسېدونکي يې لا هم پکې موجود وو.
عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي اسرایلي ځواکونو د خان یونس په ختیځه څنډه کې پر مرکزي هدیره چاپه وهلې او په بلډوزر یې هواره کړې ده او هلته شاوخوا کورونه او سړکونه یې هم تباه کړي دي.
د خان یونس د عملیاتو له ختمېدو وروسته اسرایلي ځواکونو د غزې د مرکزي سیمې البیرج اوسیدونکو ته د سیمې د خالي کولو امر کړی او دا په ډاګه کوي چې پوځ اوس هلته د عملیاتو د پیلولو لپاره تیاری نیسي.
د غزې پټۍ په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو دغه لړۍ د اسرایل د وزیراعظم د هغه بیان د عملي کولو هڅه ښکاره کوي چې ویلي یې وو د حماس له ځپلو او ختمولو پرته به جګړه پای ته ونه رسیږي.
له بلې خوا د امریکې، مصر او قطر په منځګړتوب د څو میاشتو د ډزبندۍ هڅو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې، او د دوشنبې- ګل په ورځ اسرایل او حماس دواړو یو بل تور پورې کړ چې د تړون لپاره یې کوم پرمختګ نه دی کړی.
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum