لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو په چاپه کې فلسطینی تن وژل شوی


د رپورټ ترمخه، اسرایلي ځواکونو یو کور محاصره کړی و چې ګمان کېدو وسله وال په کې وو
د رپورټ ترمخه، اسرایلي ځواکونو یو کور محاصره کړی و چې ګمان کېدو وسله وال په کې وو


د وېسټ بېنک د نابلس ښار سره نژدې اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ په فلسطیني کلي کې یوه رهایشي ودانۍ محاصره کړه چې له امله یې د اسرایلي عسکرو او د وسله والو جګړه شروع شوه او یو فلسطینی د سکول استاذ په کې ووژل شو.

د وژل شوي تن کورنۍ او د صحت فلسطیني چارواکو په وېنا وژل شوی تن په جګړه کې ښکېل نه و.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه په مقبوضه فلسطینی علاقه کې دا د اسرایلي چاپو وروستۍ لړۍ ده چې د فلسطنیانو مرګ ژوبله په کې شوې.

د رپورټ ترمخه، اسرایلي ځواکونو یو کور محاصره کړی و چې ګمان کېدو وسله وال په کې وو.

د ځايي اوسېدونکو په وېنا اسرایلي عسکرو په لاوډ سپيکرو د کور دننه په وسله والو غږ وکړو چې تسلیم شي خو چې داسې و نه شول نو اسرایلي ځواکونو کور په مزایلو او لاس بمونو وویشتلو. وډیوز ښيي چې د ودانۍ نه لوګي پورته کېږي.

د اسلامېک جهاد نومې فلسطیني مسلح ډلې مقامي څانګې وویل وسله وال د کور نه په تښتېدلو کې کامیاب شول.
اسرایلي پوځ وویل د کور په تلاشۍ کې يې د ماشومانو د کوټې نه چاودېدونکي مواد، پوځي ساز او سامان او د ټوپکو چارجرې ترلاسه کړې. اسرایلي پوځ د دوو مشکوکو کسانو د نیولو دعوه هم وکړه خو دا نه وه معلومه چې ایا نیول شوي کسان مطلوب وسله وال وو او که څوک وو؟

د اسرایلي ځواکونو او د فلسطیني وسله والو په جګړه کې ۳۶ کلن فلسطینی عبدالرحیم غنیم ووژل شو چې د خپل باغ نه کور ته روان و. دا خبره د غنیم یو خپلوان وکړه.

غنیم په مقامي سکول کې د اتم جماعت د انګریزۍ استاذ و. او وېل کېږي چې د سیاست او یا د والو سره یې څه تعلق نه لرلو.

اسرایلي پوځ وویل د غنیم په اړه په مخصوص توګه معلومات نه لري خو عسکرو وویل چې یو فلسطینی یې وژلی چې وسله وال ښکارېدو.

فلسطیني صحت وزارت د غنیم د وژنې الزام په اسرایل پورې کړو او ویې وېل چې غنیم په سر په ګولۍ ویشتل شوی دی. د غنیم په جنازه کې ګڼ شمېر خلکو شرکت وکړو او ای پي وايي د هغه په جسد د کوم ګوند د بېرغ په ځای سپین څادر خپور کړی شو و.

د فلسطیني ادارې د صدر ترجمان نبیل ابو ردینه د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د وېسټ بېنک د خراب امنیت ذمه وار اسرایل دی. هغه وویل اسرایلي ځواکونه د فلسطینیانو په کلو او بانډو چاپې وهي په سلګونو فلسطینیان یې نيولي په دې غرض چې دغه سیمه د تشدد په ګرداب کې ورغورځوي.

هم د جمعې په ورځ اسرایلي‌ پوځ وویل په نابلس او د وېسټ بېنک په نورو علاقو کې د چاپو په مهال يې اووه مشکوک وسله وال ونیول.

په وروستي وختونو کې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې اضافه شوي ده او ای پي وايي د سږ کال د شروع کېدو راهسې په مشرقي یروشلم او په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو دلاسه د ۱۸۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. اسرایل وايي زیاتره وژل شوي فلسطینیان وسله وال وو خو ای پي وايي د اسرایلي چاپو خلاف احتجاج کوونکي او هغه خلک هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي چې په جګړو کې نه وو ککړ.

د ای پي د شمېرو ترمخه، د سږ کال د شروع راهسې د اسریلیانو په ضد د فلسطینیانو په حملو کې ۳۱ کسان وژل شوي دي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وېسټ بېنک کې یو فلسطيني د اسرایلي پوځ د چوکۍ سره خپل موټر ټکر کړو چې له امله یې یو اسرایلي عسکر ووژل شو. رپورټ وايي وژل شوي عسکر د اوکراین نه اسرایل ته مهاجرت کړی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي‌ دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG