لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي پوځ په رفح او د غزې په نورو سیمو کې تازه بمبارۍ او له حماس سره نیزدې جګړه کړې


د اسرایل پوځ او د غزې پټۍ اوسېدونکي وایي، اسرایلي ځواکونو په سرحدي ښار رفح او د غزې په نورو سیمو باندې بمباري کړې او د حماس له وسلوالو سره یې تازه له نیژدې نښتې شوې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ د اسرایلي ځواکونو په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه 12 فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې اوسېدونکي وایي داسې ښکاري چې اسرایل د رفح ښار د قبضې د بشپړولو هڅه کوي، دا هغه سیمه ده چې د می میاشتې له پیل راهیسې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو مرکز دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې ټېنکونو د ښار لوېدیځو او شمالي برخو ته مخه کړې او د غزې ختیځې، سوېلي او مرکزي سیمې یې مخکې لا نیولې دي.

اسرایلي ځواکونو پر ساحل باندې له ځای پر ځای کړو الوتکو، ټېنکونو او کښتیو څخه بمباري کړې چې له کبله یې له رفح ښاره د خلکو د بې ځایه کېدو نوې څپې پیل شوې ده.

د اسرایلو پوځ د جمعې په ورځ وویل، په رفح سیمه کې یې "د استخباراتي معلوماتو په بنیاد کره" عملیات کول او پوځیانو یې هلته د حماس له وسلوالو سره نیزدې جګړه کړې او د هغوی کارول کېدونکي ټنلونه یا سمڅې یې موندلې دي. اسرایلي پوځ د غزې په نورو ځایونو کې هم د ورته عملیاتو رپوټ ورکړی دی.

د غزې د روغتیا چارواکو ویلي، اسرایلي الوتکو په النصرات کمپ کې پر یوه کور بمباري کړې، چې پکې دوه کسان وژل شوي او 12 نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي پر المغازي او البریج په کېمپونو هم د ټېنکونو ګولۍ لګېدلې دي او ګڼ شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.

په غزه پټۍ کې د جګړو له کبله د بې کوره شویو کډوالو ټول اته کېمپونه دي چې په هغوی کې نصرات، مغازي او بوریج شامل دي.

د روغتیا وزارت ویلي دي چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې د اسرایل په هوايي برید کې یو فلسطینی وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د رفح یو شمېر اوسېدونکو ویلي په تېرو دوو ورځو کې د اسرایلي ځواکونو بریدونه تېز شوي دي. دوی وایي د چاودنو او ډزو ږغونه دا ښکاره کوي چې جګړه سخته شوې ده.

د رفح اوسېدونکی 45 کلن حاتم وایي "تېره شپه د رفح په لوېدیځ کې یوه تر ټولو بده شپه وه، ډرون الوتکو، جهازونو، ټېنکونو او سمندري کښتیو په سیمه بمباري وکړه. موږ داسې ګڼو چې قبضه ګر هڅه کوي ښار په بشپړه توګه په کنټرول کې واخلي".

په غزه کې د جګړې تر اتو میاشتو زیات وخت وشو او اسرایلي ځواکونه اوس دې ته پام کوي چې د غزې دوو پاته سیمو ته پرمختګ وکړي او د حماس خلاف عملیات تېز کړي چې په جنوب کې رفح او په مرکز کې د دیر البلاح سیمه ده.

د رفح ښار مېر یا ښاروال احمد الصوفي د جمعې په ورځ د حماس رسنیو ته په یوه بیان کې وویل، "د رفح ښار ټول د اسرایل د پوځي عملیاتو سیمه ده." الصوفي زیاتوي چې "ښار له بشري ناورین سره مخ دی او خلک د اسرایلو د بمباریو له امله په خپلو خېمو کې مړه کیږي."

د فلسطین او ملګرو ملتونو شمېرې ښیې چې کېدای شي تر یو لک لږ خلک د ښار په لوېدیځه برخه کې پاته وي چې د می په لومړیو کې د اسرایل تر برید مخکې یې شمېر تر یو میلین هم زیات وو.

د حماس وسلوالې څانګې د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل د دوی جنګیالیو په رفح کې د شبورا په کېمپ کې دوه اسرایلي ټېنکونه په ټېنک ضد راکټونو ویشتلي او هغه عسکر یې وژلي چې په کوڅو کې یې د تېښتې هڅه کوله.

د حماس د دعوې په اړه اسرایلي پوځ سمدستي کومه تبصره نه ده کړې. د غزې طبي چارواکو وویل، د جمعې په ورځ د اسرایلي ځواکونو هوايي برید خان یونس ته څېرمه د پلار او زوی په ګډون درې تنه ووژل.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG