اسرایل تر اوسه د حماس ډلې د مخکیني مشر اسماعیل هنیه د وژنې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر د هغه ځایناستی یحییٰ سنوار ترهګر بللی او وایي وژل یې ضروري دي.
اسرایل دا خبره په داسې وخت کړې چې یوې خواته په لبنان کې د ایران پلوه ډلې حزب الله د کمانډر او بلې خواته په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژنې وروسته د ایران د ممکنه غچ اخیستو په تمه دی.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] په یو پوسټ کې یحییٰ سنوار یو ترهګر بللی او لیکلي یې دي:
"د اسماعیل هنیه پر ځای د حماس د نوي مشر په توګه د اصل ترهګر یحییٰ سنوار ټاکل یو بل قوي دلیل دی چې هغه په چټکۍ سره ختم کړل شي او دا ناوړه تنظیم [حماس] د مځکې له مخه لرې کړل شي".
اسرایل د حماس د مخکیني مشر اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو ایراني مشرانو د جولای په 31مه باندې د هغه د وژنې پړه پر اسرایل ور اچولې او خبرداری یې ورکړی چې اسرایل ته به د دې جواب ورکړي.
حماس د چارشنبې- شورو په ورځ سهار وختي پر اسرایل د اکتوبر د اوومې د حملې یو پلانوونکی 61 کلن یحییٰ سنوار د خپل نوي مشر په توګه وټاکه. سنوار د غزې د کډوالو په یو کېمپ کې زېږېدلی او 22 کاله یې د اسرایل په زندان کې تېر کړي دي.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز وايي، د یحییٰ سنوار د ټاکلو دا اقدام نړۍ ته یو څرګند پیغام ورکوي چې د فلسطین مسئله اوس په بشپړه توګه د ایران او حماس په لاس کې ده.
ښاغلي کاټز پر ایکس په یو جلا پوسټ کې دا هم ویلي، اسرایل باید د نیول شوې لویدیځې غاړې امنیت وساتي چې د ایران مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې هلته د سخت دریځو یوه بله اډه جوړه کړي.
اسراييلي ځواکونو د حماس خلاف د روانې جګړې په مهال په تېرو څو میاشتو کې په لوېديځه غاړه کې څو بريدونه کړي، چې وايي مقصد يې د وسلوالو د فعاليتونو او د اسرايل پر ضد د ممکنه بريدونو مخه نیول دي.
د تېر کال په اکتوبر کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو تقریباً 600 کسان وژل شوي دي.
د حزب الله مشر ویلي تېره اوونۍ په بیروت کې د اسرایلي ځواکونو په برید کې د خپل یوه کمانډر فواد شکر د وژلو غچ به واخلي او دې ګواښ په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، په سیمه کې هر ملک ته د داسې پرېکړو کولو اړتیا ده چې د ده په نظر تاوتریخوالی زیات نه بلکې کم یې کړي. بلینکن وویل:
"موږ به د ترهګرو ډلو یا د هغوی د سپانسر کوونکو د بریدونو خلاف د اسرایل دفاع ته داسې دوام ورکړو څنګه چې موږ د خپلو پوځیانو دفاع کوو".
بلینکن ویلي په سیمه کې هر څوک باید پوه شي چې "نور بریدونه یواځې جګړه، ناارامي او ناامني زیاتوي او دا به د داسې خطرناکو نتیجو خطر زیات کړي، چې نه یې اټکل کېدی شي او نه پرې بشپړ کنټرول موندل کېدی شي".
بلینکن ویلي په غزه کې د جګړې د ختمولو او په سیمه کې د سولې د ټینګښت یواځینۍ لار د دایمي ډزبندۍ کول دي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او 250 تنه یرغمل شول او په جواب کې یې اسرایل د حماس خلاف عملیات پیل کړل چې په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا د وژل شویو کسانو شمېر تر 40,000 زیات شوی دی.
یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum