لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو په مرکزي غزه کې بمباري کړې


د خبري ادارو د رپورټونو ترمخه، د مصر، امریکې او د اسرایل لوړ رتبه استخباراتي چارواکي به د ډز بندۍ د تازه کوښښونو په لړ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په قطر کې ناسته کوي
د خبري ادارو د رپورټونو ترمخه، د مصر، امریکې او د اسرایل لوړ رتبه استخباراتي چارواکي به د ډز بندۍ د تازه کوښښونو په لړ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په قطر کې ناسته کوي

اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په مرکزي غزه کې تازه حملې وکړې او د دې نه یوه ورځ مخکې په فضايي حمله کې هغه سکول ولګېدو چې فلسطینیانو په کې پناه اخېستې وه او د فلسطیني چارواکو له قوله لږ تر لږه ۲۹ کسان په کې ووژل شوو.

د خبري ادارو د رپورټونو ترمخه په النصیرت او خان یونس کې په اسرایلي بمبارۍ کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شوو او ګڼ شمېر نور زخمیان شوو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې وویل لږ تر لږه اته کسان په دير البلح سیمه کې په یو کور کې ووژل شوو. اسرایل دا علاقه محفوظه ټاکلې او فلسطینیانو ته وېل شوي چې په دغه ځای کې پناه واخلي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ خان یونس ښار سره نږدې په عبسان کې په العوده سکول حمله په څلورو ورځو کې په سکولونو څلورمه حمله وه. اسرایلي پوځ ویلي د حماس وسله وال یې په هدف کول.

اسرایلي چارواکو ویلي پوځ د دې رپورټ کتنه کوي چې په حمله کې ملکي کسانو ته نقصان رسېدلی دی.
د غزه د صحت وزارت وویل د خالي، شنبې، په ورځ په النصیرت کط د ملګرو ملتونو په انتظام چلېدونکی سکول په حمله کې د لګېدل کېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۶ ووژل شوو. په سکول کې تر ۲۰۰۰ پورې کسانو پناه اخېستي وه.

د دې نه یوه ورځ وروسته په بله حمله کې په شمالي غزه کې بل سکول ولګېدو چې له امله يې څلور کسان ووژل شوو.

فلسطیني مسلح ډلې حماس د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرداری وکړو چې دا حملې د سولې مذاکرات متاثر کولی شي. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګې یو اېن هیومن ریټس افس په دې اړه تشویش څرګند کړی او ملکي خلکو ته د انخلا د اسرایل په امر يې هم اندېښمني څرګنده کړې ده.

هم د نهې، سه شنبې، په ورځ په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو ماهرینو وویل په غزه پټۍ کې د خوراک کمی یا قحط نور زیات شوی دی.

بلخوا، توقعو ده چې په غزه کې سولې په اړه مذاکرات د شورو، چهارشنبې، په ورځ بیا شروع شي.

د خبري ادارو د رپورټونو ترمخه، د مصر، امریکې او د اسرایل لوړ رتبه استخباراتي چارواکي به د ډز بندۍ د تازه کوښښونو په لړ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په قطر کې ناسته کوي.

وېل کېږي چې په دې مذاکراتو کې به د امريکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای شمر بېل برنز، د مصر د جنرل انټېلېجېنس سروس مشر عباس کمال او د اسرایل د استخباراتو مشر ډېوېډ برنیا شرکت کوي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د وسله والې ډلې خلاف جنګ شروع کړو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي.

په غزه کې د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه تراوسه د ۳۸۲۴۳ فلسطینیان وژل شوي دي. وزارت وايي جنګ د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ پینځه فیصد برخه خلک وژلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG