لاس رسیدونکی لینک

 
اسرايلي پوځ ویلي په غربي پټۍ کې یې درې مطلوب فلسطينيان وژلي 
تازه خبر

اسرايلي پوځ ویلي په غربي پټۍ کې یې درې مطلوب فلسطينيان وژلي 


اسرايلي ځواک ويلي دوی د مقبوضه غربي پټۍ نابلس ښار ته د زيارت په سحر وختي ورننوتلي وو او د يوې سختې مقابلې وروستو يې دغه درې تنه وژلي چې دوه پکې د حماس ډلې وسله وال وو
اسرايلي ځواک ويلي دوی د مقبوضه غربي پټۍ نابلس ښار ته د زيارت په سحر وختي ورننوتلي وو او د يوې سختې مقابلې وروستو يې دغه درې تنه وژلي چې دوه پکې د حماس ډلې وسله وال وو

د اسرايل پوځ ويلي په غربي پټۍ کې يې هغه درې فلسطينيان وژلي چې د اسرايليانو خلاف په مرګوني بريدونو کې ککړ وو او اسرايل ته مطلوب وو. رپورټ وايي په سیمه کې د موجوده تشدد دا وروستۍ پېښه ده.

اسرایلي پوځ ويلي وژل شوي فلسطينيان په غربي پټۍ کې د يهوديانو د نوابادکارۍ په ساحه کې د درېو يهوديانو ښځو په وژلو کې ککړ وو چې يوه پکې برتانوي يهوده مور او دوه د هغې لوڼه وې.

اسرايلي ځواک ويلي دوی د مقبوضه غربي پټۍ نابلس ښار ته د زيارت په سحر وختي ورننوتلي وو او د يوې سختې مقابلې وروستو يې دغه درې تنه وژلي چې دوه پکې د حماس ډلې وسله وال وو. د وژل شوو تنانو نومونه حسن کتناني، معاذ مسري او ابراهيم حرا ښودل شوي.

د فلسطين د صحت وزارت ويلي درې تنه وژل شوي خو د هغو د پېژندګلو په اړه يې په اجله توګه څه نه دي ويلي.

په نابلس کې تازه تشدد په يو حساس وخت کې شوی او دا د اسرايل په جيل کې د هغه معلوم فلسطيني قيدي د مرګ نه څو ورځې وروستو وشول چې د ډېرو ورځو نه يې د نه خوړلو احتجاج پيل کړی و.

د هغه د مرګ نه وروستو د توغندو يوه لړۍ وسله والو په غزا سيمه چلولې وه او په سمندري سيمه جهازونو بمباري کړې وه چې يو تن پکې وژل شوی و.

اسرايل د تېر کال نه د غربي پټۍ په کلو او ښارونو کې د ابادو خلکو تلاشيانې اخلي چې د نيولو تنانو شمار پکې 90 ته رسېدلی. فلسطينيانو يې په غبرګون کې په اسرايليانو حملې پيل کړې وې.

اسرايل وايي دا تلاشيانې د وسله والو د نټ ورک د ختمولو په غرض کوي.

فلسطينيان وايي د اسرايل حملې او تلاشيانې د دغه ملک د 56 کلن قبضې تسلسل دی او هغه سيمې او زمکې قبضه کوي چې فلسطين يې په راتلونکي کې د خپل ازاد رياست برخه جوړول غواړي.

د دواړو خواو په يو بل د حملو په نتيجه کې تر اوسه 250 فلسطينيان چې اسرايل وايي ډېر پکې وسله وال وو وژل شوي خو په دې کې کاڼي ويشونکي او د جنګ برخه نه جوړېدل خلک هم وژل شوي. نزدې پنځوست تنه اسرايليان د فلسطينيانو په حملو کې وژل شوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG