د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل د هغو دریو کسانو مړي يې په غزه کې موندلي چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې وژل شوي وو او جسدونه یې غزه ته وړل شوي وو.
اسرایلي پوځ دا و نه وېل چې د یرغمالانو مړي د غزه په کومه سیمه کې موندل شوي دي. اسرایلي ځواکونو دا مهال په رفح کې عملیات شروع کړي دي، وايي رفح د حماس اخېرۍ مضبوط مرکز دی او نور یرغمالان په رفح کې ساتل شوي دي.
په اووم اکتوبر په جنوبي اسرایل د حماس په حمله کې قریباً ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي، چې زیاتره ملکي کسان وو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارضي جنګ بندۍ په مهال نیم یرغمال کسان د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې خوشي کړی شوي دي.
اسرایل وايي حماس اوس هم ۱۰۰ یرغمالان او د ۳۰ نه زیاتو کسانو جسدونه نیولي دي.
د اووم اکتوبر د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې تر اوسه د ۳۵۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې اکثریت په کې ښځې او ماشومان دي.
په شمالي غزه کې چې حماس په کې بیا یو ځای شوی،جګړه په زیاتېدو ده. دغه سیمه اسرایل د جنګ په شروع کې نیولې وه.
په غزه کې د ایسارو دوه اشاریه درې مېلین خلکو دپاره د درنې جګړې او د اسرایل د قدغنونو له امله خوراک او د ضرورت نور شیان رسوول ګران شوي دي.
د امداد وړمبۍ برخه د جمعې په ورځ د امریکې جوړ کړي عارضي بندر دلارې ورسوول شوه. امریکا او نورې امدادي ادارط خبرداری کوي چې عارضي بندر غزه ته د امدادي سامان رسوولو دپاره د ځمکنۍ لار متبادل نه شي کېدلی.
ملګري ملتونه وايي یو اشاریه یو مېلین فلسطینیان قحط ته ورنږدې شوي دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو په عدالت کې اسرایل دا خبره رد کړه چې په غزه کې جېنوسایډ یا نسل وژنه کوي، وايي هر ممکن کوښښ کوي چې په پوځي عملیاتو کې ملکي خلک د زیان نه محفوظ وساتل شي.
جنوبي افریقي د انصاف نړیوال عدالت نه غوښتنه کړې چې په غزه کې دې د جنګ بندۍ امر وکړي.
Forum