د اسرايل پوځ د شورويا چهارشنبې په ورځ ویلي،د حماس وسله والو د غزه پټۍ د شمالي برخې کنټرول د لاسه ورکړی او د زرګونو په شمېره کې خلک د خونديتوب دپاره جنوب پله په تېښه روان دي.
د اسرايل د دفاعي ځواک ویاند ډېنيل هګاري ويلي، د غزې 50000 خلک یې ليدلي چې د شمال نه جنوب پله روان وو، دوی ځکه دغه علاقه پرېږدي، پوهيږي چې حماس د شمال کنټرول دلاسه ورکړی او په شمال کې یې کنټرول په دوامداره توګه د لاسه روان دی.
د اتوار په ورځ اسرایل خلکو ته د وتلو لاره پرانستې کومه غټه لاره چې د غزې شمال او جنوب يو بل سره نښلوي.
د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې UNRWA ويلي د اتوار د ورځې نه چې لاره خلاصه شوې 40زره خلک جنوب ته منتقل شوي چې زیاتره ماشومان او د پاخه عمر خلک وو او په پښو روان وو.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په بریدونو کې 1400 اسرایليان وژل شوي او تر 240 پورې نور يرغمل کړی شوي وؤ ، امریکې، برتانيې، يورپي يونين او نورو لویديځو هيوادو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
وروسته اسرايل د حماس په ضد جګړه پېل کړې او په غزه د اسرایلي ځواکونو بمباري روانه ده.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرايل په بريدونو کې د لس زره پينځه سوه نه زيات کسان وژل شوي چې په کې ماشومان او ښځې شاملې دي.
د يادو شمېرو د ازاو سرچينو څخه تاييد نه کيږي خود ملګرو ملتونو ادارې وايي، د ياد صحت وزارت چې له دې وړاندې شمېرې ورکړي هغه د اعتبار وړ وې.
ملګرو ملتونو د غزې په جنوبي سيمو کې د خلکو د ګڼې سېوا کېدو خبرداری ورکړی چې د نوو راغلو کسانو ته د پناه ځای نه لري. د ملګرو ملتونو ترمخه د غزه په 2.3 ملينه ابادۍ کې په درېو کې دوه برخې خلک بې ځايه شوي دوی د اوبو او تيلو د سخت کمي سره مخ دي.
د صحت نړيوالې ادارې ويلي په غزه کې وبايي ناروغۍ په تېزۍ سره خوريږي، ځکه د ودانیو لاندې جسدونه پراته دي، د اوبو او روغتیا نظام سخت ګډوډ شوی په ماشومانو کې د اسهال پېښې ډېرې زياتې شوي خارښ، د څرمنۍ او ساه ناروغۍ سېوا کیږي.
د رپورټونو ترمخه په تیرو دوه نيمو اوونيو کې غزې ته امدادي ټرکونه رسېدلي چې پکې د نهې د ورځې د خوراک، دوايانو، صحت د اسانتيا او اوبو 81 ټرکونه شامل وو، ملګرو ملتونو ويلي، د جګړې يا شخړې وړاندې به غزې ته د ورځې اندازا 500 کاروباري او مرستندويه ټرکونه تلل او د 21م اکتوبر وروسته تراوسه پورې ټول 650 ټرکونه رسېدلي دي.
د نهې په ورځ د غزې نه 600 بهر ملکيان او غبرګ شهريت لرونکي کسان د رفحې د پولې د لارې مصر ته اوښتي دي فلپاين ویلي 40 وګړي د دوی دي هغه کور ته په لار دي او يوکراين ویلي ملکي وګړي چې یې د غزې نه تښتېدلي په مصر کې خوندي دي سره د ګاونډي مالډوو د 35 غړو.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتني بلنکن اسرایل ته خبرداری ورکړی دی چې په غزې یو وارې بیا قبضه نه شي کولی خو روښانه کړې یې ده چې له جګړې وروسته د دې خبرې ضرورت پېښېدای شي چې فلسطیني سیمه دې د یو عبوري یا موقتي دورې څخه تېره شي.
د شورو په ورځ په ټوکیو کې د جي سیون د غونډې په مهال مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې بلېنکن د اسرایل له لوري د حماس د ختمولو په هڅو کې د امریکې ملاتړ یو وارې بیا څرګند کړی دی او زياته کړې یې ده "دا خبره په ډاګه ده چې اسرایل په غزه قبضه نه شي کولی".
د بېلنکن په خبره ، حقیقت دادی چې د دې جګړې په پائ کې به یو عبوري دوره مخې ته راځي.
هغه ټېنګار وکړ "دا اړینه ده چې فلسطینیانو ته باید په غزه اؤ لویدیځه غاړه کې په حکومتي چارو کې مرکزي حیثیت ترلاسه وي.
انتني بلينکن ویلي په شخړه کې په فوري توګه د جنګ بندۍ غوښتونکو زمه واري ده چې اووايي، چې د دې ناقابل قبول نتيجه څنګه حل کړی شي کومه چې په ممکنه توګه راتلی شي، حماس د 200 يرغمال شوو سره ځای پرېښودی، او نېغه اراده یې څرګنده کړې چې اووم اکتوبر بيا بيا تکرار کړي.
هغه په سيمه کې د تل پاتې امن دپاره څو خبرې کړي دي چې امريکا په سيمه کې تل پاتې امن غواړي، فلسطينيان دې د غزې څخه په زوره ونه ويستل شي، غزه دې د ترهګرۍ دپاره ونه کاريږي، د جګړې وروسته اسرايل ته د غزې قبضې نه ورکول، د غزې د ناکه بندۍ يا محاصره کولو مخنيوي، او دا يقيني کول چې د لويديځې غاړې (وېسټ بېنک) څخه به د ترهګرۍ هيڅ ډول دهړکې نه راځي.
Forum