اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي چې د اسرایل د پوځ ویاند رېر اېډمېرل ډېنیل هېګاري ویلي، د ایران لخوا ویشتل شوي ډرون، کروز او بېلسټک مېزایلې اسرایل ته د رسیدو وړاندې د هیواد دفاعي نظام لخوا شنډ کړل شوي.
نوموړي ویلي د اسرایل جنګي جهازونو د اسرایل د فضايي حدودو بهر ۱۰ کروز میزاېلې په نخښه کړي. د نوموړي په وینا یواځې په شمار څو میزاېلې د اسرایل خاورې ته رسیدلي.
د اسرایل دننه امدادي کارکونکو بیا ویلي چې د هیواد جنوبي برخه کې د یو میزایل پریوتو په پېښه کې یوه ۱۰ کلنه جینې ژوبله شوې.
د اسرایل د پوځ ویاند ویلي چې د ایران لخوا ویشتل شوی یو میزایل بیا د پوځ په یو مرکز لګیدلی چې یواځې ودانۍ ته یې لږ زیان اړولی خو کومه جاني تاوان یې نه دی کړی.
امریکا د اسرایل د کلک ملاتړ ژمنه تکرار کړې
د امریکا صدر جو باېډن د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته واېټ هاوس ته ستون شوی او د قامي امنیت خپلو سلاحکارانو سره یې د ایران لخوا په اسرایل د ډرون او میزایلي بریدونو وروسته صلاح مشورې کړي.
د واېټ هاوس لخوا خپور شوي یو بیان تر مخه صدر باېډن ته د ایران لخوا د بریدونو وروسته شیبه په شیبه تازه حال او د اسرایلي چارواکو سره د رابطو په اړه پوره معلومات ورکړل کیږي.
د امریکا د قامي امنیت کونسل ویاند په یو بیان کې ویلي چې امریکایي چارواکي د اسرایلي چارواکو تر څنګ د امریکا ملګرو هیوادونو سره هم په رابطو کې دي.
د ایران د انګریزۍ ژبې پرېس ټي وي د ایران امنیتي چارواکو د قوله ویلي چې ایران د خالي په شپه ناوخته په اسرایل یو شمېر ډرون ورویشتلي.
روانه میاشت د شام په دمشق ښار کې د ایران په کونسلګرۍ یو برید کې د ایران سترو کمانډرانو او د ایران انقلابي دستو د چارواکو د وژنې وروسته تهران ژمنه کړې وه چې د دغه برید غچ به اخلي.
د ایران لخوا په اسرایل د ډرون او میزایلو ویشتلو وروسته اسرایل خپل پوځ ته د جنګي حالت لپاره تیاریدو امر کړی او په ګرد هیواد کې یې د ځوانانو ټولې تعلیمي هلې ځلې ودرولي دي.
ایران په اسرایل یو شمېر ډرون ورویشتي: امریکايي مطبوعات
د خالي/ شنبې په ورځ د امریکا د دفاع سېکتر لاېډن اسټن د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګالانټ سره ٫٫ د سمدستي سیمه ایزو خطرو٬٬ په سر خبرې کړي. دغه خبره د پینټاګان لخوا په یو بیان کې شوې. د بیان تر مخه ښاغلي آسټن اسرایل ته د امریکا د هر قسمه مرستو ژمنه تکرار کړې.
Forum