لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وېسټ بېنک کې د اپرېشن په مهال اسرایلي عسکر وژل شوی دی


اسرایلي ځواکونو په جنین کې اپرېش کولو چې عیني شاهدینو وویل په دغه مهال د بم چاودنه وشوه.
اسرایلي ځواکونه په جنین او د وېسټ په نورو علاقو کې وخت په وخت عملیات کوي او وايي د دې مقصد د ترهګر فعالیتونو مخه نیول دي
اسرایلي ځواکونو په جنین کې اپرېش کولو چې عیني شاهدینو وویل په دغه مهال د بم چاودنه وشوه. اسرایلي ځواکونه په جنین او د وېسټ په نورو علاقو کې وخت په وخت عملیات کوي او وايي د دې مقصد د ترهګر فعالیتونو مخه نیول دي

د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل د قبضې لاندې په وېسټ بېنک کې د اپرېشن په مهال يې یو عسکر وژل شوی او بل سخت زخمي شوی دی.

اسرایلي ځواکونو په جنین کې اپرېش کولو چې عیني شاهدینو وویل په دغه مهال د بم چاودنه وشوه.
اسرایلي ځواکونه په جنین او د وېسټ په نورو علاقو کې وخت په وخت عملیات کوي او وايي د دې مقصد د ترهګر فعالیتونو مخه نیول دي.

په غزه کې د اسرایل او د حماس د جنګ په مهال هم په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو چاپې دوام لري او اسرایل وايي په وېسټ بېنک کې یې د ۱۷۰۰ نه زیات د فلسطیني مسلح ډلې حماس غړي نیولي دي.

د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا هم وویل چې د غزه په جنوبي ښار خان یونس کې فضايي بمباري دوامداره ساتلې ده.

د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل اسرایل ته د امریکايي وسلو د رسد په اړه تشویش کې اهم پرمختګ شوی دی.

په وایټ هاوس کې د صدر جوبایډن د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون سره د ملاقات وروسته، ګېلانټ وویل اسرایل ته د وسلې ورکولو په لړ کې خنډان لرې کړی شوو.

ګېلانټ په واشنګټڼ کې دا هفته د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د خپل امریکايي همنصب لواېډ اسټن سره هم ملاقاتونه وکړل.

امریکا اسرایل ته د ټولو نه زیاته وسله ورکوي خو د تېرو څو هفتو راهسې اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دا شکایت لري چې اسرایل ته د امریکې د وسلو رسد د سست روۍ ښکار شوی دی. د وایټ هاوس چارواکي وايي د نېټن یاهو خبرو حېرانه کړي دي.

د وایټ هاوس یو بیان وویل سولېون د صدر بایډن د حکومت دا لوظ تکرار کړو چې د اسرایل ټول عسکري ضرورتونه به پوره کولی شي چې د ایران په حمایت د جنګېدونکو مخالفینو، په غزه کې د حماس، او په لنبان کې د حزب الله، مخه ونیولی شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې د ۱۲۰۰ کسانو د وژل کېدو او تر د ۲۵۰ پورې نورو کسانو د نیول کېدو په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی دی او د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې د ۳۷۷۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي، چې په کې د ملکي کسانو په شمول په زرګونو وسله وال هم دي.

په عین حال کې د سمندري جهازونو د تحفظ په اړه کمپنۍ اېمبري د زیارت، پجشنبې، په ورځ وویل د یمن د ساحل سره نږدې په سور سمندر کې په یو سمندري جهاز حمله شوې خو څه جاني يا مالي نقصان یې نه دی کړی.

په سمدستي ډول چا د حملې ذمه واري نه ده منلې خو په غزه کې د جنګ شروع کېدو وروسته د ایران حمایت یافته یمن هوثي باغیانو د حماس په حمایت کې په سور سمندر کې په کشتیو حملې کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG