لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي چارواکو د ای پي خبري ادارې الات قبضه کړي او د غزه نه ژوندي نشریات يې بند کړي


د ای پي د نشریاتو نه اخیستل شوي د شمالي غزه د یو منظر تصویر
د ای پي د نشریاتو نه اخیستل شوي د شمالي غزه د یو منظر تصویر

اسرایلي چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې کېمره او نشریاتي الات (تجهیزات) ونیول، د غزه څخه یې د ادارې ژوندي نشریات بندل کړل او ويې وېل دا ګام يې د غېرملکي مطبوعاتو په اړه د نوي قانون د لاندې اخیستی دی.

اسرایلي چارواکو په ای پي الزام ولګولو چې په الجزیره ټېلې وېژن د لګول شوي پابندۍ خلاف ورزي کوي.
ای پي وویل الجزیره په هغه زرګونو خبري ادارو کې شامله ده چې د ای پي نه په پېسو ژوندي نشریات اخلي.

ای پي په اسرایلي حکومت غږ وکړو چې د ادارې په اړه خپل ګام دې بېرته واخلي.

د ای پي د کارپورېټ مواصلاتو دپاره نایب صدرې لورن ایسټن په یو بیان کې وویل اداره په "سختو ترینو ټکو" کې د نشریاتو د تړل کېدو او د الاتو د نیول کېدو غندنه کوي. هغې وویل دغه نشریات په حالاتو نظر وړاندې کوي.

ایسټڼ وویل د ای پي په ضد ګام د موادو په سر نه دی اخیستل شوی بلکې دا د غېر ملکي مطبوعاتو په اړه د نوي قانون غلط استعمال دی.

هغې وویل د اسرایلي چارواکو نه غوښتنه کوي چې ای پي ته خپل الات بېرته ورکړي او ادارې ته دې اجازت ورکړي چې ژوندي نشریات بیا شروع کړي چې دا رنګ د دنیا په ګوټ ګوټ کې خبري ادارو ته "بصري صحافت" ورکړی شي.

ای پي وویل د نهې، سه شنبې، په ماسپښین د اسرایل د مواصلاتو وزارت چارواکو د اسرایل په جنوبي ښار سدیروت کې د ای پي د نشریاتو الات قبضه کړل او ای پي ته یې یې کاغذ ورکړو چې د مواصلاتو وزیر شلومو کرهي دستخط کړی و او په کې په ای پي الزام لګول شوی و چې د غېر ملکي نشریاتي ادارو په اړه د نوي قانون خلاف ورزي کوي.

دغه قانون اسرایلي حکومت ته اجازت ورکوي چې هغه غېر ملکي خبري ادارې بندې کړي چې د ریاست امن ته خطر ګڼل کېږي. اسرایل دا قانون د الجزیره دفتر د بندولو دپاره هم استعمال کړی دی. د میډیا د ازادۍ ډلو د الجزیره په اړه د اسرایل د اقدام په پراخه کچه غندنه کړې ده.

د الاتو د نیول کېدو نه مخکې ای پي د شمالي غزه عمومي منظر نشر کولو.

تېره هفته ای پي ته زباني وېل شوي و چې د غزه څخه دې ژوندي نشریات بند کړي خو ادارې دغه خبره نه وه منلې.

د ای پي ترمخه، د اسرایل د مواصلاتو وزارت په یو بیان کې وویل وزارت به د حکومت د فېصلې او د مواصلاتو د وزیر د هدایاتو سره سم داسې ګامونو ته دوام ورکوي چې داسې ډول نشریات کم کړي چې د ریاست امنیت ته نقصان رسووي.

په واشنګټن کې نېشنل پرېس کلب د ای پي په اړه د اسرایل د اقدام غندنه وکړه.

د نېشنل پرېس کلب صدر اېميلي وېلکنز په یو بیان کې وویل د اسرایلي اقداماتو څه سټرېټيجېک سبب نه دی ورکړی شوی خو دا د صحافتي تنظیمونو په اړه د اساریل د "جارحیت" برخه ده.

د خبریالانو د تحفظ ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز دا پېښه د "بدنامۍ سېنسرشپ" وبللو.

د ای پي په اړه د اسرایل ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې په اووم اکتوبر په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د حملې وروسته راپارېدلی د اسرایل او د حماس جنګ دوام لري. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان، زیاتره ملکیان، وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د غزه د صحت وزارت وايي په فلسطیني سیمه کې جنګ دلاسه د ۳۵۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرایل او حماس جنګ د صحافیانو دپاره هم خونړی ثابت شوی دی.

خبریالانو د تحفظ ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس، سي پي جی، ترمخه، د می د ۲۱ نېټې پورې د اسرایل او حماس په جنګ کې د ۱۰۰ فلسطيني صحافیانو په شمال په مجموعي توګه ۱۰۵ خبریالان وژل شوي دي. په وژل شویو خبریالانو کې دوه اسرایلیان او درې د لبنان خبریالان هم شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG