لاس رسیدونکی لینک

 
د احتجاجونو وروسته اسرایلي وزیراعظم د عدليې د اصلاحاتو منصوبه وځنډوله
تازه خبر

د احتجاجونو وروسته اسرایلي وزیراعظم د عدليې د اصلاحاتو منصوبه وځنډوله


په عدلیه کې د مجوزه تبديلۍ ترمخه به حکومت د سپریم کورټ د ججانو په تقررۍ کې اختیار ولري او حکومت په کولی شي چې په ساده اکثریت د عدالت څه فېصله مسترد کړي
په عدلیه کې د مجوزه تبديلۍ ترمخه به حکومت د سپریم کورټ د ججانو په تقررۍ کې اختیار ولري او حکومت په کولی شي چې په ساده اکثریت د عدالت څه فېصله مسترد کړي

د اسرایل د عدليې په نظام کې دحکومت د مجوزه اصلاحاتو په ضد د زرګونو خلکو د احتجاجونو وروسته، وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ دغو اصلاحاتو د ځنډولو اعلان وکړو.

نېټن یاهو وویل د اصلاحاتو په اړه د خپلو سیاسي مخالفینو سره مفاهمت ته وخت ورکول غواړي.

هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل صدر اساک هرزوګ په نېټن یاهو غږ وکړو چې د ملک د عدليې په نظام کې دې مجوزه اصلاحات نه کوي.

د عدليې په نظام کې د بدلون خلاف په او د دفاع وزیر د برطرفۍ خلاف په مظاهرې کړې دي.

د دفاع وزیر یواو ګلات په عدليه کې د اصلاحاتو د حکومتي منصوبې مخالفت کړی و. مظاهره چیانو د ګلات د ګوښه کولو د نېټن یاهو د فېصلې مخالفت وکړو.

هرزوګ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د اسرایل امنیت، اقتصاد او ټولنه د خطر سره مخامخ ده نو ځکه هغه په حکومت غږ کوي د هېواد د یوالي دپاره دې د قانون سازي عمل ودروي.

اسرایلي صدر وویل د پارلېمنټ د حکومت او د حزب اختلاف غړي دې د هر څه نه زیاته ترجیح اسرایلي ولس ته ورکړي او د مشرۍ او د ذمه وارۍ نه دې کار واخلي.

حکومت نه د اسرایلي صدر د غوښتنې نه څو ګنټې مخکې په لسګولو زرګونو خلکو د دفاع وزیر د لېرې کولو د نېټن یاهو د فېصلې خلاف احتجاج وکړو.

په عدلیه کې د مجوزه تبديلۍ ترمخه به حکومت د سپریم کورټ د ججانو په تقررۍ کې اختیار ولري او حکومت په کولی شي چې په ساده اکثریت د عدالت څه فېصله مسترد کړي.

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمانې اېډرېین واټسن د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې په اسرایل کې په صورتحال تشویش څرګند کړو او وې وېل چې حالات د مفاهمت تقاضا کوي.

مېرمن واټسن وویل په واک اختیار کې توازن او په دې قابو ساتل جمهوري ټولنې مضبوطوي او په بنیادي جمهوري نظام کې د تبدیلۍ دپاره پکار ده چې په پراخه کچه حمایت ترلاسه کړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او رويټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG