په وېسټ بېنک کې د اسرایلي کمانډو ځواکونو او فلسطينیانو ترمنځ د ګل، دوشنبې، په ورځ سخته جګړه وشو چې په کې روېټرز خبري اداره وايي اسرایلي ځواکونو درې فلسطینیان ووژل.
د رپورټ ترمخه د وېسټ بېنک په جنین ښار کې د جګړې په مهال اسرایلي هېلې کاپټر بمباري هم وکړه.
اووه اسرایلي عسکر زخمیان شوي هم دي.
د اسرایل پوځ وویل جګړه هغه وخت شروع شوه چې اسرایلي ځواکونو په حملو کې د مشکوک فلسطینیانو د نیولو دپاره په جنین کې عملیات کول چې ډزې پې وشوې.
روېټرز وايي په داسې حال کې چې د امریکې په مرسته د امن کوښښونه قریباً د تېرو لسو کلونو راهسې د جمود ښکار دي، په جنین او د وېسټ بېنک په نورو شمالي برخو کې اسرایل د لټون عملیات ګړندي کړي او فلسطینیانو په اسریلي ښارونو کې هم فعالیتونه زیات کړي دي.
روېټرز د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنین کې د جګړې په اړه په یو وډیو کې ليدل کېږي چې یو بکتر بند ګاډي چاودنه کې ګېرېږي او ډزې اورېدل کېږي. په وډیو کې دا هم لیدل کېږي چې هېلې کاپټر مزایل او د رڼا ګولۍ چلوي.
د اسرایل پوځي ترجمان وویل اپېچ نومې هيلې کاپټر په خالي ځای بمباري وکړه چې په بم چاودنه کې د ګېر ګاډي نه عسکر راويستلو دپاره وسله وال په شا کړي.
فلسطيني مسلح ډلې اسلامېک جهاد وویل د اسرایل د هوايي جهاز استعمال به يې وسله وال مجبور کړي چې داسې الات استعمال کړي چې دښمن به حېران کړي.
د فلسطيني انتظامي ادارې د صحت وزارت وویل په وژل شویو دریو کسانو کې ۱۵ کلن هلک هم شامل دی.
اسلامېک جهاد وویل یو وژل شوی تن د ډلې غړی دی.
وزارت وویل ۴۵ نور فلسطينیان زخمیان شوي دي.
حماس وویل د ډلې وسله وال يې هم په جګړه کې ښکېل وو. د عیني شاهدینو په قول لږ تر لږه یو فلسطيني تن په حراست کې اخیستل شوی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي