لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منځګړي د ډزبندۍ خبرې پیلوي خو اسرایلي ځواکونو بیا په خان یونس کې تازه عملیات پیل کړي


اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ د غزې په جنوبي ښار خان یونس باندې د حماس د وسلوالو په نخښه کولو لپاره نوي بریدونه پیل کړي ځکه پوځ دعوه کړې چې د پرله پسې بریدونو باوجود هم هغوی هلته فعالیت کوي او بل لور ته د امریکا، قطر او مصر منځګړي د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ تړون ته د رسېدو لپاره بیا خبرې پیلوي.

د اسرایل تازه عملیات د خان یونس له زیاتې تباه شوې ختیځې سیمې د نورو فلسطینیانو د وتلو سبب شوي، په زرګونو خلک د پنجشنبې- زیارت په ورځ له سیمې وتلي او د اړتیا وړ توکي لکه د ګېس کوچني سلنډرونه، بسترې، خېمې، بېګونه او کمبلې یې هم له ځانه سره وړې دي.

په تېره جولای میاشت کې هم چې اسرایلي ځواکونو په خان یونس کې عملیات کړي وو له هغه وروسته دې سیمې ته اکثره کډه شوي‌ خلک بیرته ور ستانه شوي وو چې لا یې دوې اوونۍ هم نه دي شوې.

د اسرایل او امریکې چارواکو ویلي، دوی باور لري د حماس نوی ټاکل شوی مشر او د تېر کال د اکتوبر د اوومې د حملې یو پلانوونکی یحیی سنوار کېدای شي په خان یونس کې په ټونلونو یا سمڅو کې پټ وي.

اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل، جنګي الوتکو یې په خان یونس کې د حماس 30 هدفونه په نخښه کړي چې وایي پکې جنګیالي او د وسلو د ذخیرې ځایونه هم شامل دي.

پوځ وایي سرتېري یې "تر مځکې لاندې او پورته" له وسلوالو سره په جګړه کې مصروف دي او بلې خواته د حماس ټونلونه او نورې اډاڼې لټوي.

په غزه کې له لس میاشتنۍ جګړې وروسته د منځګړتوب د هڅو مقصد د ډزبندۍ لپاره د نامخامخ خبرو اترو بیا پیلول دي چې د حماس د مخکیني مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته ځنډول شوې دي.

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د پنجشنبې- زیارت په ورځ منلې چې دوی به د هغو خبرو اترو لپاره مذاکرات کوونکي ولېږي چې منځګړو یې د اګست پر 15مه په دوحه یا قاهره کې د کېدو غوښتنه کړې ده.

حماس په دې اړه سمدستي کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو د سه شنبې- نهې په ورځ یې اعلان کړی وو چې په غزه کې مېشت یحیی سنوار به د اسماعیل هنیه پر ځای د دې ډلې مشر وي. هنیه د ډزبندۍ په خبرو اترو کې بنیادي کردار تر سره کاوه.

په ایران کې د اسماعیل هنیه او په بیروت کې د اسرایل په هوايي برید کې د حزب الله د یوه کمانډر له وژل کېدو وروسته حزب الله او ایران د غچ اخیستو خبرداری ورکړی وو، ځکه نړیوال سفارتکاران د تاوتریخوالي د مخنیوي، په غزه کې د جګړې بندولو او د یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره د تړون کېدو لپاره هڅې کوي.

امریکې، مصر او قطر په یو ګډ بیان کې غوښتنه کړې چې په دوحه یا قاهره کې دې د خبرو اترو نوی پړاو پیل شي او پر دواړو اړخونو یې ټینګار کړی چې په خبرو کې پر مخ لاړ شي.

په بیان کې ویل شوي درېواړه هېوادونه منځګړتوب ته چمتو دي او د یو وروستي جوړجاړي لپاره به مسوده وړاندې کړي "چې د عملي کولو پاته مسئلې په داسې طریقه حل کړي چې د ټولو اړخونو تمې پوره کړي"، خو دا یې روښانه نه کړه چې دا به څنګه کیږي.

په خبرو اترو کې یوه مهمه پوښتنه اوس دا ده چې د حماس نوی مشر یحیی سنوار به پکې ګډون کوي که نه ځکه اسرایل هغه ته د سخت دریځه په توګه ګوري ځکه چې د اسرایل په وینا هغه د جګړې په اوږدو کې په غزه کې پټ وو او اوس یې د هغه د وژلو هوډ کړی دی.

سنوار تر دې وړاندې هم د پردې تر شا په خبرو اترو کې له نیزدې لاس درلود، د حماس چارواکو او منځګړو ویلي د حماس مرکچيانو په منظمه توګه د دې ډلې د دریځونو په اړه د سنوار د تایید غوښتنه کوله ځکه هغه دا ضمانت غواړي چې د جګړې د بشپړې ختمېدو تړون باید وشي او د ټولو یرغمل شویو د خوشي کولو په بدل کې اسرایلي پوځ له غزې ووځي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG