د اسرایل پوځ نن د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله یې په ولکه کې اخستې او په سيمه یې هوايي بمباري کړې ده، يوه ورځ وړاندې د اسرايل پوځ د سيمې خلکو ته د وتلو ويلي وو.
اسرايل اوونۍ وړاندې ویلي وو، حماس ته د ماتې ورکولو د هدف ترلاسه کولو دپاره په رفح کې عمليات اړين دي. امریکې، ملګرو ملتونو او نورو خبرداری ورکړی وو، د فلسطيني وګړو څخه ډکه علاقه کې عمليات کول به بشري بحران جوړ کړي.
په رفح کې دا تازه پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې حماس د مصر او قطر د مذاکرات کوونکو سره د جنګ بندۍ خبره منلې ده.
د اسرایل د وزيراعظم بين يامين نتنياهو دفتر د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي وو، د جنګ بندۍ وړانديز د اسرايل د مهمو غوښتنو څخه لرې دی، خو ورسره یې ويلي وو اسرایل به قاهرې ته د خبرو دپاره مذاکرات کوونکي ليږي چې خبرې دوامداره پاتې شي.
تېره اوونۍ د جنګ بندۍ هڅې ګرندۍ کړل شوي، پشمول د دې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن سیمې ته سفر کوي او بيا بیا یې په حماس غږ کړی چې اسرایل جوړ جاړی کړی، حماس له یې وړانديز منل پکار دي.
د اسرایل سرکاري مطبوعاتو ويلي، دغه پلان چې حماس منلی هاغه نه دی په کوم چې اسرايل اتفاق کړی وو، خو دا نه ده څرګنده چې په کوم څه کې بدلون شوی چې حماس یې به مني او اسرايل به یې نه مني.
د امريکې سپينې ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت ویلي، د حماس ځواب ته کتنه کوي.
ويل کيږي، ښایي چې د اسرايل رفح پولې پله تګ به د جنګ بندۍ خبرې اغېزمنې کړي. نتنياهو تېره اوونۍ ويلي وو، د رفح عمليات به کوي که جنګ بندي کيږي او که نه کيږي.
د نتنياهو دفتر د ګل په ورځ ویلي، د اسرايل جنګي کابينې متفقه پرېکړه کړې چې اسرايل به په رفح کې عملياتو ته دوام ورکړي چې په حماس د يرغماليانو د خوشي کولو دپاره فشار سېوا کړي او د جنګ اهداف ترلاسه کړي.
امریکې د ګل په ورځ په فريقېنو په جنګ کې د وقفې کولو غږ کړی چې په غزه کې د حماس په ولکه کې بندي کسان خوشي شي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان کربي ویلي، " مونږ غواړو چې يرغمل کسان خوشي شي، مونږ غواړو چې د شپږو اوونيو جنګ بندي وشي، بشري مرستې سېوا شي، او دا څه چې روان دي دا د مذاکراتو عمل په خطره کې اچولی شي، لکه څنګه چې مو مخکې ويلي وو، موافقې ته رسېدل نه يواځې د يرغماليانو بلکې د فلسطين د خلکو دپاره هم ښې نتيجې لري".
د امریکې صدر جوبايډن د ګل- دوشنبې په ورځ د نتنياهو سره په ټيليفوني خبرو کې بيا تکرار کړې، د رفح په عملياتو کې بايد د فلسطيني وګړو د خوندي کولو پلان شامل وي، او سپينې ماڼې ويلي، نېتن ياهو موافقه کړې چې د " بشري مرستو ضرورتمندو دپاره به د کېرم شالوم پوله خلاصه وي".
بايډن په سپينه ماڼۍ کې د اردن د باچا کوربه توب کړی او د غزې په حالاتو یې ورسره خبرې کړي دي.
د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه، په رفح کې خواوشا 1.2 ملينه کسانو پناه اخستې په دوی کې زيات د حماس پرضد د اسرايل د عملياتو په وخت د غزې د مختلفو برخو څخه د پناه اخستو دپاره دغلته ورغلي دي.
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش په رفح کې په پراخه کچه پوځي عملياتو باندې اندېښنه څرګنده کړې او په اسرايل او حماس دواړو یې د موافقې عملي کولو غږ کړی دی.
د صحت د نړیوالې ادارې مشر ټېډرس اډانم ګبريسس د ګل په ورځ په اېکس ويلي، په رفح کې بشپړ پوځي عمليات به د بشري مرستو اړتیا د غېر يقیني کچې پورې سېوا کړي، او د انسانيت په خاطر دغلته فوري جنګ بندي پکار ده.
حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې، د اسرايل په وينا په ياده حمله کې 1200 کسان وژل شوي او خواوشا 250 کسان یې یرغمال کړي وو، په يرغماليانو کې د تېر کال نومبر په میاشت کې په جنګ بندۍ کې خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړل شوي وو.
د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایل په ځوابي عملياتو کې د 34,600 نه زیات کسان وژل شوي، اسرایل وایي په وژل شوو کې څو زره وسله وال هم شامل دي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)
Forum