لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یروشلم کې زرګونو خلکو غزه کې د نتنیاهو د جګړې د تګلارې په ضد احتجاجونه کړي


په یروشلم کې په زرګونو خلکو په غزه کې د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د جګړې د تګلارې په ضد پراخې مظاهرې کړې دي. بل لور ته د اسرایل یو اعلی مذاکرات کوونکی وایي په غزه کې شاوخوا 100 تنه یرغمل شوي په یقیني توګه ژوندي دي او تر هغه وخت ډزبندي نه شي منلی چې د تړون له مخې ټول یرغمل کسان خوشي شوي نه وي.

په غزه کې د اسرایل د جنګي تګلارې په ضد نه یواځې د امریکا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مظاهرې شوې بلکې ملګرو ملتونو، امریکې او نورو هېوادونو هم ورسره مخالفت کړی ځکه چې وایي په دغو عملیاتو کې زیات ملکي خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

مظاهرې د دوشنبې- ګل په ورځ د اسرایل د پارلمان (کینسټ) مخته پيل شوې او مظاهره کوونکي بیا وروسته د نتنیاهو د کور په لوري خوځېدلي دي. مظاهرینو هڅه کوله تر امنیتي خنډونو تېر شي، خو پولیسو یې د سره وېشلو لپاره اوبه پرې شیندلې دي.

احتجاج کوونکو له حکومته وغوښتل له حماس ډلې سره دې خبرې وکړي چې یرغمل شوي اسرایلیان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د حماس وسلوالو د تېر کال د اکتوبر په اوومه په اسرایل باندې د برید په مهال 251 کسان یرغمل کړي وو، چې د اسرایل په ګومان 116 لا هم هلته پاته دي او د اسرایلي پوځ په وینا 41 وژل شوي دي.

مذاکرات کوونکي اسرایلي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط اې ایف پي ته ویلي، "یقیناً شاوخوا 100 [یرغمل شوي] کسان ژوندي دي". دغه چارواکي زیاته کړه چې په دوی کې اکثره حماس بندیان کړي او وایي "موږ دوی ډېر وخت هلته نه پرېږدو، دوی به مړه شي."

په یروشلم کې پرونۍ مظاهرې په داسې وخت شوې دي چې وزیراعظم بینیامین نتنیاهو د اسرايل د جګړې کابینه تحلیل کړه. دغې کابینې د غزې د جګړې چارې تر سره کولې.

تېره اونۍ د د دغې کابینې دوو غړو بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ له نتنیاهو سره د غزې د جګړې پر تګلارې باندې د اختلاف له کبله استعفا ورکړې وه. ګانتز په اکتوبر کې د نتنیاهو په اتحادي حکومت کې شامل شوی وو.

تېره میاشت د امریکا صدر جوبایډن په غزه کې د جګړې د ختمېدو لپاره په درو پړاوونو مشتمل وړاندیز کړی وو چې پکې ډزبندي او له حماس څخه د یرغمل شویو کسانو خوشي کول شامل دي.

اسرایلي چارواکي ویلي اسرایل نه شي کولای د یرغمل شویو کسانو په اړه تر یو تړون مخکې له حماس ډلې سره جګړه ختمه کړي ځکه چې وایي کېدا شي حماس "له خپلې ژمنې سرغړونه وکړي او 10 کاله یا تر دې زیاته موده خبرې وځنډوي."

د اسراييلو او حماس تر منځ جګړه د تېر کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شوه چې حماس پر اسرايلو بريد وکړ او شاوخوا 1200 کسان یې ووژل. د غزې د روغتیا وزارت په وینا د اسرایل په جوابي عملیاتو کې تر اوسه لږ تر لږه 37,347 کسان وژل شوي دي.

یادونه:- په رپوټ کې شامل مواد له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG