لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډزندې دپاره د نړیوالو کوښښونو باوجود د اسرایل او فلسطینیانو جګړه دوام لري


د 10 مۍ نه تر اوسه پورې د اسرایل او فلسطینیانو په جکړه کې د 63 ماشومانو او 35 ښځو په شمول 217 فلسطینیان او د یو شپږکلن ماشوم په شمول 12 اسرایلیان وژل شوي دي

ملګري ملتونه، امریکا، فرانس، اردن او د نړۍ نور هېوادونه هسې کوي چې د اسرایل او د فلسطیني وسلوالې ډلې حماس ترمنځ د تېرو لسو ورځو نه روانه جګړه ودروي خو د شورو چارشنبې په ورځ هم دواړو خواو په یو بل بریدونو ته دوام ورکړی و.

د 10 مۍ نه تر اوسه پورې د اسرایل لخوا د فلسطین په غزه ښار او شاو خوا سیمو کې په هوايي او توپخانې بمبارۍ کې د 63 ماشومانو او 35 ښځو په شمول 217 فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې د صحت چارواکو ویلي دي چې د اسرایل په بریدونو کې تر 1500 پورې نور خلک ژوبل شوي هم دي.

اخوا بیا اسرایل ویلي دي چې د حماس لخوا په یروشلم او د اسرایل په نورو سیمو بریدونو کې په مجموعي توګه د یو شپږکلن ماشوم په شمول 12 اسرایلیان وژلی شوي او لږ تر لږه 300 نور ژوبل شوي دي.

د اسرایل وزیراعظم بېنحمن نېټن یاهو غېر ملکي سفارتکارانو ته ویلي دي چې دوي په دې کې بوخت دي چې نړۍ کې زیاته مرسته تر لاسه کړي.

نېټن یاهو د اسرایل په هوايي بریدونو نیوکو ته په ځواب کې وویل چې خپله پوره هسه یې داده چې عام خلک په هوايي بریدونو کې په هدف نشي، غواړي بریدونه لنډ وساتي او یواځې مخالفه بریدونو ته ځواب ووايي خو د بېګناه خلکو د وژنې مخنیوی نشې کېدی.

بېنجمن نېټن یاهو په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې په حماس یې غېر متوقع ګزارونه کړي دي او دغه ډله یې څو کاله پشا بوتلې ده. هغه ویلي دي چې دا بریدونه د اسرایل د دښمنانو د پاره یو سبق دی.

د اسرایل وزیر اعظم دا خبرې وروسته له هغې کړي دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو لخوا د نهې سېشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلی شوی دي چې د اسرایل لخوا په غزه کې بغېر د تفریقه او تخصیصه په عامو خلکو او ابادیانو بریدونه تر سره کولی شي.

په بیان کې ویلی شوي چې د فلسطینۍ ډلې حماس لخوا هم د اسرایل په سیمو کې په قصد او په بې احتیاطه توګه راکټونه ور ویشتلی کېږي او زیاتوي دواړه خواوې ګامونه جنګې جرمونه کېدی شي.

د ملګرو ملتونو سکرټري جنرل انتونیو ګوټېرېس د نهې په ورځ په خپل یو ټویټ کې وویل چې په غزه کې انسانان، کورونه او نورې ودوانۍ په بده توګه اغېزمنه شوي دي او په نړۍ یې غږ کړی چې د محاصره شویو فلسطینیانو سره دې د انساني پروګرام لاندې مالي مرستې وکړي.

بلخوا ته فرانس د مصر او اردن په مرسته په سلامتي کونسل کې د روانې جګړې ودرولو لپاره د قرارداد وړاندیز لري.

درېواړه هېوادونه غوښتنې لري. یوه داچې جګړه دې ضرور ودرېږي دویمه دا چې ډزبندي دې وکړي او دریمه داچې سلامتي کونسل دې دا مسله حل خوا ته بوځي.

د فرانس صدر اېمینول مېکرون په دې لړ کې د اردن باچا عبدالله او د مصر صدر عبدالفتح السیسي سره په ټیلي فون خبرې اترې هم کړي دي.

امریکا چې د اسرایل اتحادي دی او د سلامتي کونسل د هغه پنځو طاقتونو نه یو دی چې په کونسل کې د کوم ګام غېر موثره کولو اختیار لري، د ډزبندۍ په اړه د د بیان جاري کولو مخه نیولی ده.

امریکا دریز خپل کړی چې ځینې بیانونه د شخړۍ په ختمولو کې سفارتي مرستې نشي کولی او ددوي هدف دادی چې جګړه ختمه کړي.

د وايټ هاوس ویاندې جن ساکي د نهې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي “مونږه هره ورځ جاج اخلو چې سم اړخ ته لاړ شو او په دې لړ کې د پردې پشا په خاموشۍ سره ډونګي بحثونه او په حکمت سره یو فکر جوړ کړو.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې غواړي په فعاله توګه مېنځګړتوب وکړي او تشدد ختم کړي.

XS
SM
MD
LG