لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرائیلي پوځیانو ٣ فلسطینیان وژلې


اسرائیلي پولیس ترجمان وویل پولیس د گڼې گوڼې منتشر کولو کوشش وکړو.
د فلسطین په غربي غاړه کې د مهاجرینو په کیمپ کې د فلسطینیانو او اسرائیلي عسکرو ترمنځ نښته کې اسرائیلي پوځیانو درې فلسطینیان وژلې دي.
د اسرائیل د پولیس ترجمان ویلي امنیتي ځواکونو سیمه کې د مشکوک کس د نیولو د پاره کوشش کولو چې په سلگونو فلسطینیانو يي مخه ونیوله. ده وویل فلسطینیانو سره گټې وې او اورلگونکې بمونه وو.
اسرائیلي پولیس ترجمان وویل پولیس د گڼې گوڼې منتشر کولو کوشش وکړو.
د رمله په هسپتال کې چرته چې ددرې واړه فلسطینیان وړل شوي وو، هلته چارواکو وویل دغه کسان په گولو ویشتلی شوي وو.
فلسطیني چارواکو د وژنو غندنه کړې ده.
د فلسطیني صدر محمود عباس ترجمان وویل وژنې اسرائیل سره د امن په مذاکراتو منفي اثر غوځولی شي. هغه د امریکې نه غوښتنه وکړه چې د امن عمل جاري ساتلو په لړ کې دې مرسته وکړی.
XS
SM
MD
LG