لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیتن یاهو : د سعودي عرب په هوايي لارو د عرب اماراتو سره د هوايي سفر تیارۍ نیسو


د اسرایل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي اسرایل د سعودي عربستان په هوايي لارو د عرب اماراتو (امارات) اېیرلاېن د نیغ په نیغه الوتنو شورو کولو تیارۍ نیسي. نیتن یاهو ویلي دغه کار د اسرایل او عرب اماراتو د اړیکو پرځاې کولو د هڅو یوه برخه ده.

د زیارت / پنجشنبې په ورځ اسرایل او عرب اماراتو اعلان کړی وو چې دوي خپلې سفارتي اړېکې د امریکا په مرسته شوې یوې معاهدې لاندې شورو کوي. د دغه معاهدې په اړه ګمان کیږي چې د منځني ختیځ سیاست د فلسطین او ایران پرضد جګړه کې بدلولی شي. عرب امارات به په تیرو ۷۰ کالو کې دریم عرب هیواد وي چې د اسرایل سره سفارتي اړیکې جوړوي.‌

د ګل په ورځ د اسرایل وزیراعظم نېتن یاهو ته د تل ابیب په بین ګورین هوايي ډګر د کرونا وایرس د لاسه کم شوي هوايي سفرونو په اړه معلومات ورکول شوي، خو په دغه مهال د خلیج عرب هیواد سره د هوايي سفر پېلولو څه نیټه نه ده ښودل شوې.

په هوایي‌ ډګر اسرایلي وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو خبریالانو ته ویلي ٫٫ دا وخت مونږ د سعودي عربستان په هوايي لاره د تل ابیب نه دوبۍ او ابوظهبۍ ته نیغ په نیغه الوتنو پیلولو باندې کار کوو.٬٬ نیتن یاهو زیاته کړې د دغه هوايي سفر وخت به ٫٫ لکه د روم درې ساعته وي.٬٬

سعودي عربستان په رسمي توګه اسرایل نه دی منلی او هوايي لارې یې د اسرایلي الوتکو لپاره تړلې دي. خو په کال ۲۰۱۸م کې یې د نوي ډیلي او تل ابیب ترمنځه د هندوستان هوايي شرکت اېیر انډیا ته د سفر اجازه ورکولو ته د ریاض او اسرایل تر منځه د اړیکو ښه کیدو په سترګه کتل شوي.

په بین ګورین هوايي ډګر د خبرو په وخت د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو ویلي‌ ٫٫ د عرب اماراتو سره اړیکو ته ٫٫ د دوه اړخیزه سیلګرۍ او د سرمایه کارۍ لپاره پراخه موقعې٬٬ په توګه ګوري.

تمه ده د اسرایل یوه حکومتي ډله په راروانو اونیو کې د عرب اماراتو سره د اړیکو سمولو لپاره سفر وکړي، خو د هوايي لارو پرانستل کیدی شي د کرونا وبا د لاسه د ځینو بندیزونو سره مخ شي.

تیره ورځ(اتوار/ یکشنبه) د عرب اماراتو او اسرایل د خارجه وزیرانو تر منځه د خبرو اترو وروسته د دواړه هیوادونو تر منځه د ټیلیفوني لاېینونه خلاص شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG