لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې اوکراین سره د درې بېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان کړی


د وي او ای د رپورټ ترمخه په تېرو شپږو میاشتو کې امریکې اوکراین سره د 10 بېلین ډالرو پوځي امداد کړی دی چې اوکراین ته پکې مزایل،‌ پوځي موټرې او ګوله بارود ورکړي دي
د وي او ای د رپورټ ترمخه په تېرو شپږو میاشتو کې امریکې اوکراین سره د 10 بېلین ډالرو پوځي امداد کړی دی چې اوکراین ته پکې مزایل،‌ پوځي موټرې او ګوله بارود ورکړي دي

امریکې اوکراین سره د درې بلين ډالرو نور پوځي امداد اعلان کړی دی چې جنګ ځپلي هېواد سره د امریکايي امداد تر اوسه تر ټولو لویه کڅوړه ده او په مجموعي توګه به کییف سره د امریکايي مالیت کچه 13.6 بېلین (ارب) ډالر ته ورسېږي.

وایټ هاوس اوکراین سره د نوي پوځي امداد اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په داسې حال کې وکړو چې په اوکراین د روس د یرغل شپږ میاشتې وشوې او هېواد د پخواني شوروي اتحاد نه د ازادۍ ورځ لمانځله.

د ازادۍ د ورځ په مناسبت د اوکراین سرښار کییف د ازادۍ چوک نه وډیو د لارې قام ته وېنا کې زېلېنسکي وویل اوکراین به د خپلې خاورې دپاره تر اخېره جنګ کوي او که مخکې یې د امن غوښتنه کوله نو اوس به د جنګ خاتمه په فتح کېږي.

زېلېنسکي وویل "مونږ به یوازې هله د جنګ نه لاس په سر کېږوو چې فتح ولمانځوو.

د ازادۍ د ورځ په مناسبت صدر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د متحده قومونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل ته هم وېنا وکړه او په خپل هېواد د روس یرغل یې "لېنتوب" وبللو.

د اوکراین د ازادۍ د ورځ په مناسبت وېنا کې د امریکې صدر جوبایډن د اوکراین د ولس "غیرمعمولي جرات او ازادۍ سره ژمنه" وستایله.

په 1991 کې شوري اتحاد نه د اوکراین د ازادۍ په اړه صدر بایډن وویل "دا یوازې د ماضي لمانځل نه دي بلکې د دې خبرې تایدول دي چې اوکراین د یو با افتخار ملک په څېر ولاړ دی او یو د یو ازاد او خپل واکه ملک په شان به ولاړ وي.

اوکراین ته د امریکې د نوي پوځي امداد په اړه د وي او ای رپورټ وایي د مخکني امدادي کڅوړو برعکس چې پکې د اوکراین د سمدستي پوځ ضرورتونو خیال ساتل کېدو په تازه امداد کې د جنګ ځپلي ملک د منځنۍ او د اوږدې مودې ضرورتونو خیال ساتل شوی دی چې کییف ته به په اینده میاشتو او کلونو کې ورسږي.

د نوي امداد په اړه د وایټ هاوس ترجماني کرین جین پېیر وویل په مېړانه ازادۍ دپاره جنګېدونکي اوکراین سره دا د امریکې د اوږدې مودې دپاره ژمنه ده.

د وایټ هاوس ترجمانې وویل صدر بایډن به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اوکراین صدر زېلېسنکي سره خبرې هم کوي.

د امریکې د قومي سلامتیا شورا یا نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي نه پوښتنه وشوه چې ایا اوکراین ته د صدر بایدڼ د دورې امکان شته نو هغه وویل فې الحال د داسې دورې څه منصوبه نشته.

د جون به میاشت کې د نېټو د سرمشرانو په غونډه کې صدر بایډن وویل چې ترڅو ضرورت وي، امریکا به د اوکراین مرسته کوي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ وایټ هاوس وویل دغه خبره په خپل ځای ده.

جان کربي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل صدر بایډن د خبره واضحه کړې ده چې امریکا به د روس احتساب او د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي.

اوکراین ته د امریکې تازه پوځي امداد په اړه د پېنټګان چارواکي کالن کوهل د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل که په اوکراین کې جنګ بند او امن شي او که جګړه دوام لري په دواړو صورتونو کې نو امدادي کڅوړه د اوکراین دپاره اهمیت لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په تېرو شپږو میاشتو کې امریکې اوکراین سره د 10 بېلین ډالرو پوځي امداد کړی دی چې اوکراین ته پکې مزایل،‌ پوځي موټرې او ګوله بارود ورکړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وایټ هاوس دپاره د وي او ای خبریالې انیتا پاول او د وي او ای د پېنټګان خبریالې کارله باب د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG