لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مائيکل جيکسن مينه والو د هغه کليزه ونمانځله


د مائيکل جيکسن مينه والو د جمعې په ورځ په ټوله نړۍ کې دهغه کليزه نمانځلې ده.

دپاپ موسيقۍ دباچا په توګه پيژندل کيدونکى مائيکل جيکسن د50ؤ کلونو په عمر کې دکال 2009م دجون په 25مه نيټه په لاس اينجلس کې ناڅاپي ساه ورکړې وه او دهغه دمرګ وجه دپروپوفول نومې بې هوشۍ ددوايۍ دطاقتور خوراک استعمال ښودل کيږي.

دجمعې په ورځ دنويارک په اوپو تهيټر کې مينه والو په لويو لويو لاؤډسپيکرو دجيکسن دموسيقۍ سره ګډاګانې وکړې.

دهغه موسيقي دانډيانا په ګيري ښار کې هم په درز کې واوريدل شوه کوم چې دجيکسن پلرنى کلى دى.دغلته دجيکسن مور، کيتهرين او دهغه بچو، پرنس، پيرس او بلانکيټ دمائيکل جيکسن ديادګار نقاب کشائي وکړه.
دجاپان په پايتخت ټوکيو کې دجيکسن 50ړ مينه والو په انفرادي توګه د1000ؤ ډالرو په خرخ ټوکيو تاور کې يوه شپه تيره کړه او دغلته دمائيکل جيکسن دشخصي استعمال دڅيزونو نمائش شوى ؤ.

XS
SM
MD
LG